کابل ټکی کام (جمعه، ۲جوزا، ۱۴۰۴ل)
د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې ۵۹۱ افغانيو په لګښت د زمبر ذخيروي بند د تخنيکي مطالعاتو پروژه د رسمي مراسمو په ترڅ کې پيل شوه.
په دې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور، د خوست والي مولوي عبدالقيوم روحاني سيمهييزو چارواکو او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.
د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ياد وزارت سرپرست وزير وويل، چې زمبر بند به د اوبو مديريت، د موسمي سېلابونو کنټرول او د اوبو زېرمو پياوړتيا ته نوې زمينه برابره کړي زياته يې کړه چې په دې سيمه کې به د اوبو او انرژۍ اړوند پروژې پياوړې شي.
د معلوماتو له مخې، د زمبر بند پروژه د ۵۹۱.۷ ميليونه افغانیو په لګښت اټکل شوې ده، چې د ۳۲ مترو لوړوالي لرونکی بند به د ۱.۰۸ ميليون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفيت ولري.
تمه ده چې دا پروژه به شاوخوا ۴ زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه او ۳۵۰۰ کورنۍ ترې مستقيمه ګټه واخلي.


















