کابل ټکی کام (جمعه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین الحوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې د اسلامي نړۍ پر چوپتیا سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د اسلامي هېوادونو بې پروايي او چوپتیا د صهیونیستي رژیم لپاره د لا ډېرو جنایتونو زمینه برابره کړې ده.
الحوثي ټینګار وکړ چې “په غزه کې روان بشري ناورین بېساری دی، او د فلسطیني ولس پر ضد د اسرائیلي رژیم ظلمونه د انسانیت له ټولو کرښو او حدودو اوښتي دي.”
نوموړي زیاته کړه: “د اسلامي امت چوپتیا، بېمسؤلیتي نه یوازې دا چې یو شرمناک موقف دی، بلکې صهیونیستانو ته دا جرئت ورکوي چې خپل وحشیانه بریدونه او جنایتونه لا پسې پراخ کړي.”
عبدالمالک الحوثي وویل چې د فلسطیني ملت ملاتړ د هر مسلمان د دیني او انساني مسؤلیت برخه ده، او له دې مسؤلیته تېښته کول به د الله تعالی په وړاندې سختې پایلې ولري.
نوموړي پر اسلامي دولتونو غږ وکړ چې خپل مسؤلیتونه ادا کړي، د فلسطیني ولس تر څنګ ودریږي، او د اسرائیلي رژیم پر ضد جدي ګامونه واخلي.
د یادونې وړ ده چې د یمن انصارالله غورځنګ د غزې د جګړې او محاصرې له پیل سره سم د اسرائیلي رژیم پر ضد پوځي عملیاتو ته زور ورکړی او دا یې یو شرعي او انساني مسؤلیت بللی.


















