ملت د نیوکې حق نه بلکې د کرکې حق لري

سرليکنه

زمونږ خامو سیاستمدارانو غلط سیاست وکړ. سیاست یې په غرور او تکبر سره وکړ، صادق او ژمن نه وو، ځکه خو یې پخپله هم ستونزې ، ناکامۍ، انزوا او کړاوونه ولیدل.

خو هغه درد چي ملت ته ورکړل شو، هغه درد دوی ونه لید، افغان ملت د انتقاد حق نه بلکې د نفرت حق لري.

ملت انتقاد نه بلکې نفرت ښکاره کوي. نفرت له هغو رټلو سیاستمدارانو چې د خپلو ګټو او غرور لپاره یې ملت په جنګونو او مصیبتونو اخته کړ.

انتقاد خو پر هغه چا کیداي شي چې اصلاح ته ژمن او  خلکو ته ځواب او حساب ورکونکی وي.

نن ورځ زمونږ منفور سیاستمداران په ملت کې منفور او مختوري دي. ملت ته خپلې لاسته راوړنې نه لري. د ملت له ویرې او د شریر وجدان له مخې په خپلو ګناهونو اعتراف هم نشي کولی.

په انتخاباتو کې ملت دغو مختورو ته رایې ندي ورکړي. د افغانستان سیاسي احزاب په ملت کې د محبوبیت له تر ټولو ټیټې کچې سره مخ دي.

اشرف غني په خپله هم غلط و خو د نورو په اړه یې هم غلط نه وو ویلي چې دا سیاسي احزاب څوک دي چې د ملت د استازیتوب چغې وهي؟؟؟

نن ورځ  متقلب، تابوت ساز او د امریکا د خوښې انتخاباتي ټیم او کاندید له ټولو ناخوالو، تقلباتو، اخلاقي نیمګړتیاو، او د اشغال خدمت سره سره د ملت د چوپړ دروغجنه ادعا کوي، مګر د ملت د استازیتوب دوهم نمبر  دعوی کونکي سیاسي احزاب او اشخاص په کوم موقعیت کې قرار لري. ټول دې خپل ځانونه په آینه کې وګوري.

دا سمه خبره ده، چې انتخابات له تقلب ډک وو، د رایو پېر او پلور په زغرده موجود وو، خو د ملت اکثریت په انتخاباتو کې برخه وانخیسته، او ښایی په راتلونکي کې بیخې برخه وانخلي چې څو پورې دې لیوانو د پسه يوستکی اغوستی وي.

Related Articles

Back to top button