د کابل څخه خپریدونکو ورځپاڼو خپلې ننۍ سر مقالې بېلابېلو موضوعاتو ته ځانګړي کړي دي.
«هشت صبح» ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي« ګیلاني باید له دندې لرې شي» هشت صبح ورځپاڼې د پیر ګیلاني هغه خبرو ته اشاره کړې ده، چې ویلي وو« له طالبانو سره جګړه ناروا ده» هشت صبح د ګیلاني په خبرو سخت غبرګون ښوولی او د ملي یووالي له حکومته یې غوښتنه کړې، چې د سولې د عالي شورا مشر ګیلاني دې له دندې لرې کړي.
هشت صبح لیکلي« د مارشال فهیم د مړینې د دویمې کالیزې د نمانځنې په غونډه کې د ګیلاني خبرې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله، احمدضیاء مسعود، عبدالرب رسول سیاف او ګڼو چارواکو او زور واکو له لوري وغندل شوې او د ګیلاني د لرې کولو غوښتنه یې وکړه.»
د هشت صبح د سرلیکنې له مخې« د ګیلاني خبرو څخه په هېڅ ډول دفاع نشي کېدای او د ګیلاني خبرو څخه ښکاري، چې افغانستان اسلامي جمهوري نظام نه دی او زیات چارواکي یې اوس هم طالبانو ته مایله دي؛ ځکه د طالبانو سره جګړه ناروا بولي»
ورځپاڼې د ملي یووالي حکومت د چارواکو له قوله لیکلي دي، چې ګیلاني ددغه خبرو مشوره له چاسره نه وه کړې او په خپلسري ډول یې له بي بي سي سره په مرکه کې د طالبانو سره جګړه ناروا بللې ده.
له کابل څخه بلې خپریدونکې ورځپاڼې« ماندګار» هم خپله سرلیکنه کې د سولې د عالي شورا د مشر خبرو ته ځانګړې کړې ده.
ماندګار لیکي« غبرګونونه څه ډول تعبیرکړو؟» ماندګار په خپله سرلیکنه کې لیکي« د سولې د عالي شورا د مشر ګیلاني خبرې د اوسني ملي یووالي حکومت د چارواکو تیت پرک نظر څرګندوي، چې یوه ډله یې له طالبانو سره جګړه روا بولي او ځینې یې له طالبانو سره جګړه نارو بولي»
د ماندګار په خبره، د ګیلاني خبرو د ملي یووالي حکومت د چارواکو بېلابېل غبرګونونه راوپارول او د سولې د عالي شورا د مشر خبرې یې په کلکه رد کړې، ځکه ګیلاني ویلي وو، چې له طالبانو سره جګړه ناروا ده او افغان حکومت دې په هېواد کې د ټیکاو په خاطر له وسله والو سره جګړه ودروي، تر څو د سولې خبرو ته لاره هواره شي.
ماندګار لیکلي دي« ولسمشر غني هم د ګیلاني په خبرو سکوت کړی او داسې ښکاري، چې غني هم د طالبانو سره جګړه ناروا بولي؛ خو دوه ورځې وړاندې یې بیا طالبانو ته سخت ګواښونه وکړل او په زور د ماتولو ګواښ یې وکړ».
له کابل څخه بلې خپرېدونکې ورځپاڼې« سرنوشت» په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي«چارواکي بېرته خپله وینا اوري؟»
سرنوشت لیکي د ملي یووالي د حکومت چارواکي اوس هم په خپلو غونډو کې د کمپاین د وخت په څېر خبرې کوي او هوا ګزوي؛ خو ملت نورې خبرې نه اوري او له چارواکو د عمل غوښتنه کوي. د سرنوشت په خبره«په دې ورځو کې ولسمشر او اجرایوي رییس پرله پسې ویناوې لري. دوی نږدې هره ورځ او ان کله په یوه ورځ کې دوه ځله په غونډو کې ویناوې کوي. په دې غونډو کې له دوی څخه عجیبې او غریبې خبرې اورېدل کیږي. ولسمشر چې اوس هم کمپایني ذهن پرې واکمن دی، کله د شاتو غرونه جوړوي او کله یې د وسله والو مخالفینو لپاره قبرونه کیندلي وي. اجرایوي رییس چې هرې غونډې ته نوې دریشي او نوي نیکټايي اچوي او په نوي سټایل کې راځي، کله پر حکومت نیوکه کوي او کله هم په بې معنی او بې ارزښته خبرو وخت تېروي؛ خو پوښتنه ده چې ایا دوی کله بېرته خپلې خبرې اورېدلې دي؟»
د سرنوشت د سرلیکنې له مخې ملت نور له خبرو ستړی دی او د چارواکو خبرو ته وخت نه لري.«خلک له چارواکو او د دوی له خبرو پوره ستړي دي، ځکه دوی یوازې خبرې کوي او عمل یې نشته، یا یې عمل د خبرو پر عکس دی. خلکو د کمپاین پر مهال د ولسمشر او اجرایوي رییس ډېرې خبرې اورېدلې دي، خو عمل یې نه دی لیدلی، نو ځکه دا خبرې ورته ستړې کوونکې او بې خونده دي. تر دې بده خو یې لا دا چې دوی کله کله داسې خبرې کوي چې له یو ولسمشر او یو چارواکي سره نه ښايي. ولسمشر په دې وروستیو ویناوو کې بیا بیا وايي چې وسله وال به له منځه یوسم، افغانستان به یې په هدیره بدل کړم او همداسې د جنګ نور پیغامونه ورکوي. یو لور ته د سولې هڅې او بل لور ته د جنګ او جګړې دا ډول پیغامونه څه معنی لري؟ بیا خلک پوهیږي چې دا خبرې عملي نه دي، خلک د حکومت زور ویني او پوهیږي چې دا چانس نشته چې وسله والو دې له منځه یووړل شي، بلکې دا وېره ده چې وسله وال دې نورې سیمې لاندې کړي. له همدې امله دا ډول خبرې خلکو ته له درد او غوسې پرته بل هېڅ نه ورکوي.»
د سرنوشت په خبره«اجرایوي رییس هم په کلیشه یي، زړو او بې ارزښته مسایلو خبرې کوي. یا یې هم ټوله خبره پر ټاکنیزو بدلونونو او یا هم نورو داسې مسایلو وي. د محقق په شان له نورو چارواکو سره خو اوس پر قومي بنسټ د واک د ویش غم دی او په هره جنازه او فاتحه کې همدا خبرې کوي.دا چارواکي نه پوهېـږي چې خلک ترې څه غواړي؟ دا چارواکي بېرته خپلې ویناوې نه اوري؟ دوی نه پوهېـږي چې په هره وینا کې یې څه ګلان کرلي دي؟ دوی نه پوهیږي چې خبرې د خلکو ستونزه نه شي حل کولی.»
کابل پوسټ ورځپاڼې خپله سرلیکنه کې د سولې خبرو ته هیله مندي ښودلې او لیکلي یې دي« د سولې مستقیمو خبرو ته څومره هیله من شو؟»
له کابل څخه بلې خپلواکې ورځپاڼې کابل پوسټ هم خپله سرلیکنه د سولې خبرو ته ځانګړې کړې ده.
کابل پوسټ لیکي« د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د سولې د څلور اړخیزو ناستو ته هیله مندي ښودلې او د کرزي په وینا د راتلونکې ناستې کوربه به بیا افغانستان وي او هیله لري، چې یوه لاسته راوړنه به ولري، ترڅو په هېواد کې ټیکاو رامنځته شي او د وسله والو سره د سولې مستقیمې خبرې پیل شي»
د ورځپاڼې په خبره، افغان چارواکي د سولې خبرو ته هیله مندي ښيي، خو طالبانو په خپله خپره کړې اعلامیه کې د سولې په خبرو کې د ګډون کولو څخه ډډه کړې. کابل پوسټ وايي، د سولې د خبرو د پیل لپاره باید افغان چارواکي هلې ځلې ګړندۍ کړي، تر څو د جګړې مخنیوی وشي.















