کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د “اکسیوس” امریکايي ویبپاڼې د اسراییلي او امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، چې اسراییلو په تېرو دوو ورځو کې څو ځلې له واشنګټنه غوښتي چې د ایران پر ضد جګړه کې ورسره ملتیا وکړي، خو سپینې ماڼۍ دا غوښتنه رد کړې ده.
راپور زیاتوي، دوه اسراییلي چارواکو تأیید کړې چې تل ابیب له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي، د ایران پر اټومي تاسیساتو په بریدونو کې له دوی سره همکاري وکړي، خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، د ټرمپ اداره دا مهال جګړې ته لیوالتیا نه لري.
پخپله ټرمپ د “ټروت سوشل” شبکې له لارې اعلان کړی، چې پر ایران شوی برید له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري.
نوموړي همداراز ویلي، که ایران پر امریکا برید وکړي، نو دوی به بېساري پوځي غبرګون وښيي، خو ټینګار یې کړی چې د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړه د خبرو له لارې حل کېدای شي.

















