« سرليکنه »
په غربي نړۍ کې رسنۍ د فلسطينيانو مقاومت او پر فلسطيني مسلمانانو د اسرائيلو ظلمونو ته دومره ځای نه ورکوي ، چې د نړيوالو توجه د فلسطين پر لور وګرځي.
په هغه ورځ ، چې اسرائيلي پوځونه کوم فلسطينی ځوان شهيد کړي يا يې په کورنۍ باندې توغندي وار کړي ؛ يوازې يادونه يې وشي اوبس، لکه څرنګه ، چې په نوره نړۍ کې د يوه خبر په څېر ورته کتل کېږي ، غربي رسنۍ ترهغې هم ورته په کمه سترګه ګوري.
د ملګرو ملتونو لخوا هرکال تر نظر پوښتنو وروسته په هره برخه يو راپور نشر ته سپارل کېږي ،د (پيو) په نامه يوې نړيوالې روغتيايي موسسې د اسرائيلو په اړه له ۴۶۰۰ کسانو څخه نظر اخستی دی ، د نظر پوښتنه په ۲۰۱۵-۲۰۱۶ دوو کالو کې شوې ؛ سخت دريځو يهودانو ، سيکولر يهودانو او په اسرائيلو کې ميشتو عربي مسلمانانو څخه پوښتل شوي ، چې په اسرائيلو کې د عربي مسلمانانو شتون څومره اړين دی ؟
د جګړو د پای ته رسيدا لپاره سخت دريځو سيکولر يهودانو او اسرائيل ميشتو مسلمانانو ته څه کول پکاردي ؟
په سلوکې ۶۸ کسانو ويلي ، چې له دې خاورې څخه دې مسلمانان و ايستل شي ، په بل کوم هېواد کې دې آباد کړی شي او د اسرائيلو د دايمي شتون لپاره دې په خاوره کې زمينه برابره کړل شي؛ جګړې به هم پای ته ورسېږي .
په بيت المقدس کې د امريکا او اسرائيلو لخوا د دوامدارې جګړې پايله د روغتيايي مؤسسې د نظر پوښتنې څخه وروسته راڅرګنده شوه ، چې امريکا تر ۲۰۲۰ پورې په افغانستان کې د جګړې دوام لپاره زمېنه برابروي.
بيا به د اسرائيلو په څير د يوې نظرپوښتنې په پايله کې وښودل شي ، چې امريکايي پوځونه دې افغانستان څخه ووځي او که د دايم لپاره دې په افغانستان کې پاتې شي ؟
په افغانستان کې به امريکا دومره کار کړی وي ، چې دا خو ۶۸ سلنه کسانو د اسرائيلو څخه د مسلمانانو د ايستلو رايه ورکړې ده، که په ۲۰۲۰ کې امريکا په افغانستان کې دا ډول نظر پوښتنه وکړي ؛ تر ۶۰ سلنه افغان به د امريکايي پوځونو د دايمي شتون نظر ورکړي .
دا اوس هم هغه کسان ، چې د امريکايانو شتون کې د شتو خاوندان شول په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو په شتون ټينګار کوي ؛ ځکه د هغوی د ژوند ټول اړخونه د امريکايي او ناټو پوځونو د شتون او جګړې د دوام پورې تړلي دي .
امريکا ، چې په افغانستان کې افغانان د سوال په اوبو ژرندې ته اړکړي دي ، له ترکمنستانه بريښنا اخلي او خپله په شته اوبو کې د بريښنا اسانتياوې نه برابروي موخه يې داده ، چې په تدريجي توګه افغانان د امريکا مرستو ته سترګې په لاره پاتې وي .
که امريکا په افغانستان کې بريښنا فعاله کړي بيا خو ټولې فابريکې تر پخوا زياتې فعالې بهرنيو اروپايي هېوادونو ته تلونکې اوبه په جګړو بوختو ځوانانو ته د کار زمينه په خپل هېواد کې برابرېږي ، چې ځوانان په روزګار شي جګړه پای ته رسېږي، بيا به سل په سلو کې افغانان په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو د شتون مخالف شي.
امريکا په افغانستان کې نه د جګړې له لارې خپل د دولت مخالفين له منځه وړي او نه سولې ته زمينه برابروي څو تر ۲۰۲۰ پورې امريکا په افغانستان کې جګړه دوامداره وساتي.
















