خوشال درانی
دکمپیوټردلیک دړې تڼۍ یې ژر ـ ژرکېکاږلې، زړه کې ډېرخوشحاله و، موده پس وروسته په لیکه شوې وه.
– سلام ګرانې دا ولې؟
لس ورځې په فېسبوک کې نه وې؟
– وعلیکم سلام ګرانه!
– بښنه غواړم چې په هغې ورځې مې تاته ونه ویل، له دفتره مې رخصت اخېستی و او دا درې ورځې په دفتر کې نېټ خراب و ، حامده! پرېږده داخبرې څه حال دی؟
– خیردی خاطرې که نن مې درسره خبرې نه وې شوې، الله خبر چې څه به راباندې کېده؟
– الله دې درباندې هېڅ هم نه کوې، ځه ښه شو چې نن موسره خبرې وشوې.څنګه؟…..رښتیا وایې! حامده!خپله درپسې ډېره خپه وم، هېڅ نه پوهېږم چې ولې مې دیوه نابلد کس سره دومره مینه ده، چې تردې مهاله مې لیدلی هم نه دی؟
– خاطرې! ته داسې خبرې کوې، لکه زما د زړه نه چې خبره یې.دوه میاشتې کېږي چې کورنۍ مې غواړي کوژده راته وکړې؛ خو زه ترې انکارکوم، چې اوس کوژده نه کوم.زه خوبه له تاسره واده کوم….څنګه تاته خوبه خپله وعده یاده وي؟
– هاهاهاهاهاولې نه چې له تاهېره نه وې؟
– له مابه څنګه هېرېږي؛ خو یوه بله وعده دې هم کړې وه.
– دڅه وعده؟
– هغه دلیدو وعده، نن به په سکایپ خبرې کوو کنه؟
– ام ام ام ام هوخوشل دقیقې وروسته.
– ولې همدا اوس ؟ ته هر ځل وروسته خبرې کوې، یوه ورځ دې هم ونه ویل چې همدا اوس.
– حامده! نن شنبه ده ته خوپوهېږي چې مراجعین ډېروي دولسو ته شل دقیقې پاتې دي.
– ځه سمه ده؛ خو له فېسبوک مه وځه ترهغې به خبرې کوو.
– حامده یوه شېبه وروسته
– خاطرې! ترهغې سکایپ خلاصوه، ماهم خلاص کړی دی!
…………………..
دخونې ورخلاص شو، ویې وکتل د دفتر همکاریې و، ژر یې دکمپیوټر صفحه بدله کړه.
– حامده ! دنرۍ نوکې چارجرنه لرې؟
– نه معصومه
– هغه دی دمېزلاندې پروت دی، دروغ ولې وایې؟
– معصومه چې ښه یې ګورې، نوپوښتنه ولې کوې؟ هرشی په خپل سر وړې دڅه شي پوښتنه دې کړې، چې نن دچارجر اجازه اخلې؟
– حامده ته خوجنګ کوې، چې خوښه دې نه وي نه یې وړم، اه رښتیا ډوډۍ تیاره ده راځه څه کم دولس بجي دي.
– ځه زه درځم…
حامدله ځان سره وغوریده له ده نه خوټول دفترپه تنګ دی،کله راغلی یې چې ډوډۍ تیاره ده، چې نن راباندې مهربانه شوې. کوردې وران شه زموږ اعصاب دې راخراب کړل.
ژریې دکمپیوټرصفحه بدله کړه،خاطرې ورته لیکلي و :
– حامده هسې نه چې په لیدومې پښېمانه شې.
– نه ، نه پښېمانه کېږم خوسکایپ ته راشه نورانتظارنه شم کولی.
– مخکې مې هم درته ویلي و چې زه ډېره بدرنګه یم.
– چې هرڅنګه یې زماقبوله یې، دخدای له پاره نن راسره وګوره، ولې مې ځوره وې؟پوره شپږمیاشتې انتظاردچا د پلارله واکه هم نه کېږي.سپین راته ووایه نور دې مرګ ته نږدې کړی یم…
– حامده مه په غوسه کېږه؛ خو بیا هم درته وایم چې زماپه لیدوبه پښېمانه شې؟ دغه دی زنګ مې درته وواهه دکمپیوترکمره دې کارکوې؟
حامد ناڅاپه چېغه کړه!
– یاالله شکر،چې نن مې دزړه ارمان پوره شو.
دکمپیوټرپرمخ یې (ځواب) ورته ولیکل، ژریې کلیک کړ، په حیرانیتا یې وویل :
– معصومه ته !!!!!!؟

















