ليکوال: پوهنمل زاهدي احمدزی
يوولسمه ماده :
د ملګرو ملتونو په سازمان کې په غړيو حکومتونو لازم دي ، چې ښځو ته هم د کار کولو زمينه برابره کړي لکه څرنګه يې ، چې نارينه وو ، ته برابره وي؛ څو ښځې هم وکولی شي هغه حقوق تر لاسه کړي ، چې تر لاسه کول يې غواړي بيا ښځې هم وکولی شي هغه حقوق تر لاسه کړي ، چې تر لاسه کول يې غواړي بيا په خاصه توګه په دغو لاندې موضوعاتو کې:
۱- د انسان په توګه د کار کولو حق.
۲- د کار او دندې تر لاسه کولو او د اصولو او ضوابطو پر بنسټ له نارېنه وو ، سره موازي او مساوي حق ورکول.
۳-د هر کار او کسب د انتخاب ازادانه حق ، دندې او روزي د تامين او نور ګرد سهولتونه ورکول ، چې په هغو کې حرفوي روزنه ، په حکومت کې ماموريت او نور ګرد اړين شرائط برابرول.
۴-له نارينه وو ، سره برابر او په يوانډول د تنخا ورکولو او د نورو امتيازاتو ورکولو حق او د نر او ښځې تر منځ د مساوات له اصولو لاندي د کار کولو قانوني حق ورکول.
۵-اجتماعي تامين ، د تقاعد په صورت کې ، د ناروغتيا په وجه د رخصتې ورکولو حق او زوړ والی او د بل کوم معقول عذر له کبله د بي تنخا رخصتې ورکولو حق .
۶-د ماموريت او کار کولو په دوران کې د ښځو دروغتيا او د ساتنې ( حفاظت ) حق ، چې په دې کې د اولاد زيږولو ( زچه ګي ) د عمل حفاظت هم داخل دی.
۷- د ښځو په خلاف د واده يا اولادي نسايې د تعطيلاتو په وجه د پيدا شويو تعصباتو د پای ته رسولو لپاره حکومتونه بايد دغه لاندې اقدامات وکړي.
الف : د اولاد د حمل په موده کې ، ياله اولاد زيږولو څخه ورسته د زچګی له لامله د تعطيلاتو په سبب له دندې څخه د ښځې د لرې ( برطرف ) کولو ممانعت .
ب : د زچګی رخصتي بايد له تنخا ورکولو او نورو امتيازاتو ورکولو سره وي او د ذکر شويو تعطيلاتو له کبله له رسمي دندې دنه لري کولو ډاډ ورکول ، او د دغې خطرې د بشپړ مخنيوي لپاره کوټلی اقدامات کول د حکومت ذمه واري ګڼلی کېږي.
ج : لار بايد خپلې لور ته داسې دنده مهياکړي ، چې هغه خپله منصبي دنده او ماموريت په ښه توګه ترسره کړی شي او په وس کې يې وي ، بيا په خاصه توګه داولاد د پالنې او روزني لپاره يې د کروړلی پار دودي ( پروګرام ) په جوړولو سره ښځو ته له پريشانتيا وو، څخه نجات ورکولی شي.
د : له داسې چارو کولو څخه د زچه ښځې معاف کول چې د زچګی په موده کې يې کول زچه ښځې ته جسمي زيان رسوونکی وي.
هـ : په دغه ( يوولسمه ) ماده کې د ذکر شويو مسائلو د تعميل او ژغورنې مناسب قانون جوړول د هر حرکت اجتماعي زمه واري ګڼلی کېږي.

















