هېواد خوږیاڼی
د اصلاحاتو او په ښې حکومتولۍ کې د ګډحکومت د لومړي مشر اشرف غني ځانګړی سلاکار احمد ضیا مسعود وخت نا وخت عجیبې او غریبې خبرې کوي. دی اوس هم فکر کوي، چې د حامد کرزي وخت دی او شمال ټلواله د حکومت سیاسي اپوزسیون دی.
زه نه پوهېږم، چې مسعود نه داسې خبرې کېږي او که ورته داسې ویل کېږي؟ مسعود دوه ورځې وړاندې په تخار کې یوې جوړې شوې غونډه کې وویل، چې طالبانو د اوسني ګډحکومت په ټولو برخو کې نفوذ کړی او پخواني مجاهدین باید بیا مسلح شي، تر څو د حکومت ملا ور وتړي.
د مسعود له خبرو داسې ښکاري، چې د اوسني حکومت غړي په خپل جوړکړي حکومت بې باوره دي او له خبرو یې داسې ښکاري که لرې نه وي، نو په لنډ وخت کې به اوسنی حکومت سقوط وکړي او واک به یو ځل بیا د طالبانو لاسونو ته ولویږي.
دغه ډول څرګندونې زیات وخت د اجراییوي رییس یو درجن سلاکاران او د شمال ټلوالې غړي کوي او دوی اوس هم په دې فکر کې دي، چې دوی منزوي شوي او په حکومت کې زیاته ونډه نه ده ورکړل شوې.
احمد ضیاء مسعود چې په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د اشرف غني ځانګړی سلاکار دی، باید حکومت ته ښې مشورې ورکړې او خپلو غلطیو ته یې ورپام کړي؛ خو له بده مرغه نوموړی کله د ستاینلیکونو د وېش غونډې جوړه وي او کله په شمال کې خلک هڅوي، چې د خپل ځان ساتنې لپاره باید بېرته مسلح شئ او افغانستان نویمو کلونو خواته بوځئ.
دغه ډول څرګندونې خلک نور هم پر حکومت بې باوره کوي او عام افغانان اوس په دې پوه شوي، چې اوسنی حکومت ددوی د سر، مال او خاورې ساتلو صلاحیت نه لري او باید د حکومت وسله والو مخالفونو خوا ونیسي؛ ځکه په کومو سیمو کې چې وسله وال مخالفین واکمن دي، هلته د خلکو امنیت ډېر خوندي دی، نسبت هغه سیمو ته چې دولت پرې واکمن دی.
د اوسني ګډ حکومت مشرانو څو ځلې وویل، چې ځینې کړۍ غواړي اوسنی ګډحکومت سقوط کړي؛ خو تر اوسه پورې اشرف غني او عبدالله په دې نه پوهېږي، چې اوسنی حکومت ځینې کړۍ نه، بلکې د حکومت له منځه سقوط کېږي، ځکه د اوسني حکومت ټول چارواکي په یوه خوله نه دي او هر یو یې جلا ـ جلا خبرې کوي.
احمدضیاء مسعود ددې پر ځای چې حکومت ته د سولې د خبرو، د اوزګارتیا د مخنیوي، له هېواده د ځوانانو تېښته، پر ګوشته د پاکستان برید او نورو برخو ته د حکومت پام ورواړوي، خلک ملېشه جوړولو ته هڅوي او په لوی لاس اوسنی کاواکه نظام د مخالفونو په خوله کې ورکوي.
د اوسني ګډ حکومت دواړه مشران باید نور ملت ته د دوکې ورکولو پرځای خپلو کړیو ژمنو ته پام وکړي او هغه ژمنې عملي کړي، چې دوی خپلو پلویانو ته د ټاکنو پرمهال ورکړې وې.
له اوسني حکومت څخه افغانان سوله، کار، د خپلې خاورې ساتل غواړي، نه دا چې خلک بېرته مسلح کړي او خدای مه کړه افغانستان نویمو کلونو ته وروګرځي.

















