کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اسرائيل د سوریې امنیت ته جدي ګواښ دی او داسې بهرني ځواکونه شته چې د هېواد د مذهبي، طایفې او قومي وېش هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې په سویدا ولایت کې وروستۍ پېښې د اسرائيلو له لوري جوړې شوې هڅې دي، څو په سیمه کې قومي فتنه خپره کړي.
د هغه په وینا، سویدا د سوریې یو اصیل او نه بېلېدونکی ولایت دی او اوسېدونکي یې د سوریایي ولس د ټولنیز جوړښت مهمه برخه جوړوي، نو د هغوی ایستلو او څنډې ته کولو ته هېڅ ډول چانس نه ورکوي.
هغه ټینګار وکړ، چې سوریه د یوې حساسې مرحلې څخه تېرېږي چې اغېز یې د هېواد هر کور ته رسېدلی دی.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې د پراخ تخریب او د زیربناوو د ویجاړۍ له امله د میلیونونو خلکو له کړاوونو سره مخ دی، او اوس له هغو نوو ګواښونو سره مخ دی چې د تېرو کلونو جګړو په شان خطرناک دي.
زياتوي، د اسرائيلو تکراري ګواښونه د دغو ننګونو په سر کې دي او بهرني ځواکونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول هڅه کوي چې د سوریې دولت کمزوری کړي.


















