کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو خبر ورکړی، چې د اشغالي فلسطین په “ایلات” ښار کې یې د ترهګر صهیونیستي رژیم پر مهمو پوځي اهدافو د بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې دغه بریدونه د فلسطیني ولس د ملاتړ او غزه کې د روانې نسل وژنې او محاصرې په غبرګون کې ترسره شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د صهیونیستي رژیم پر پوځي او اقتصادي تاسیساتو دقیق بریدونه شوي او درانه ځاني او مالي زیانونه یې ورته اړولي دي.
د ویلو ده ،چې د یمن وسلهوالو ځواکونو یوځل بیا ټینګار کوي، چې تر هغو به یې بریدونه دوام لري څو چې د غزې پر وړاندې د صهیونیستي ترهګر ريژیم تېری پای ته نه وي رسېدلی.


















