کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
العربیه تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د حماس اسلامي غورځنګ یو لوړپوړی پلاوی به نن د مصر پلازمېنې قاهرې ته ځي او هلته به د قطر له لومړي وزیر “محمد بن عبدالرحمن آل ثاني” سره مهمه ناسته وکړي.
سرچینې زیاتوي، په دغه لیدنه کې به د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند پر نوې طرحه، د بشري مرستو پر داخلېدو او د فلسطیني او اسرائیلي بندیانو د تبادلې پر وروستیو میکانیزمونو بحث وشي.
بل لور ته د راپورونو له مخې، مصر، قطر او امریکا هڅه کوي، چې د یوې اوږدمهالې اوربند طرحې پر جزئیاتو موافقه رامنځته کړي؛ خو تر اوسه ځینې اختلافات لا هم پر خپل ځای دي.
دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په غزه کې جګړه له اوږدې مودې راهیسې روانه ده او د ملکي خلکو د وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.


















