کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د کندهار ولایت د سپینبولدک د مهاجرینو د لېږد امریت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې ۱۳۱ تنه افغان مهاجرین چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، له بندخونو آزاد او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د یوې ورځې څخه تر شپږو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې ساتل شوي وو.
مسوولین زیاتوي، یاد شوي افغانان له ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.


















