جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د اسلامي امارت د مجاهدينو د زړونو ارمان د ارواښاد ملا صاحب محمد عمر رحمه الله د کورنۍ په بيعت کولو پوره شو‎

kabull نشرونکی: kabull
سپتمبر 15, 2015
کټګوریانې: تبصرې
0
د اسلامي امارت د مجاهدينو د زړونو ارمان د ارواښاد ملا صاحب محمد عمر رحمه الله د کورنۍ په بيعت کولو پوره شو‎

د اسلامي امارت د مجاهدينو د زړونو ارمان د ارواښاد ملا صاحب محمد عمر رحمه الله د کورنۍ په بيعت کولو پوره شو‎

8
ځلې شریک شوی
98
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۲۴وږی/۱۳۹۴

تبصره: مبصر

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د ارواښاد اميرالمؤمنين ملا صاحب محمد عمر مجاهد له وفات وروسته په اسلامي امارت کې ستره تشه رامنځته شوه، چې په اړه یې مختلفې تبصرې کېدلې، ځينو خپل غرضود اسلامي امارت او د نوي مشرتابه په په اړه منفي سوچونه را ولاړول؛ خو د اسلامي امارت مجاهدينو چې د ملاصاحب په وفات به يې له سترګو څخه اوښکې او له زړونو وينې څڅېدلې، د اسلامي امارت د يووالي او سالم مشرتابه لپاره يې د دعا لاسونه هر وخت د لوی رب العزت په دربار کې لپه کړي وو.

د اسلامي امارت د سالمې رهبرۍ په پايله کې د امارت ټولو علماوو، مشایخو، د سنګر قمندانانو، د شورا غړو او ټول افغان مجاهد ولس د مرحوم ملاصاحب د مرستيال سره د زړه له اخلاصه بيعت ورکړو، او د اسلامي امارت د نوي زعيم او اميرالمؤمنين په توګه ومانه، چې د بيعتونو لړۍ د افغانستان په داخل او بهر کې د سمندر د څپو په څېر روانه شوه.

د اسلامي امارت او اسلام يو شمېر دښمنانو د موقع نه په استفادې سره خپل له غرضه ډک تبليغات پيل کړل؛ خو چې د مجاهدينو او افغان ولس د بيعتونو سلسله يې دوامداره وليده، د مارانو په څېر يې سرونه په پيټارونو کې د ننه کړل چې لله الحمد نن د سې شنبې د ارواښاد امیر المؤمنين ورور ملا صاحب عبد المنان او مشر ځوی يې مولوي محمد يعقوب د ملاصاحب د کورنۍ په استازيتوب په يوه ستره او تاريخي غونډه کې د اسلامي امارت د نوي امير المؤمنين ملا اختر محمد منصور سره د زړه له تله خپل بيعت اعلان کړ.

د ملا صاحب محمد عمر مجاهد د کورنۍ په استازيتوب په ننۍ غونډه کې د بيعت اعلانول د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو پر سرونو يو ستر ګوزار وو، چې د تل لپاره يې د هغوی د پوچو تبليغاتو بنده کړه.

کومه غونډه چې نن د علماوو، مشایخو، د سنګرونو د جهادي مشرانو او اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا شوې وه، د افغانستان په تاريخ کې به په زرينو کرښو وليکل شي.

د ننۍ غونډې په پايله کې د ملاصاحب د کورنۍ په استازيتوب د ملاصاحب اخترمحمد منصور سره د بيعت اعلانول په حقيقت کې د افغانستان د خپلواکۍ او کفري هېوادونو د اشغال د پای ته رسېدو يو زېری دی، چې په مجاهد افغان ولس باندې وشو.

د ملاصاحب د کورنۍ لخوا د نوي زعيم سره د بيعت تأخیر د اسلام دښمنانو ته د واهي او پوچو تبلیغاتو موقع په لاس ورکړې وه؛ خو د ملا صاحب د کورنۍ په استازيتوب د هغه ورور ملا صاحب عبد المنان او مشر زوی يې مولوي محمد يعقوب صاحب په خپله هغه وينا کې چې غونډې ته یې وکړه وويل: د نوي زعيم ملا اختر محمد منصور سره زموږ د بيعت ځنډېدل د نېک نيتۍ او مصلحت له مخې وو. خدای مکړه! هيڅ اختلاف مو نه درلوده او اوس يې هم نه لرو! موږ به په خپل بشپړ ملاتړ د اسلامي امارت د کاميابۍ لپاره د ملا اختر محمد منصور سره په خپل بيعت کې وفادار پاتې کیږو، دواړو په خپلو ويناوو کې د افغانستان د ټول ولس او په ځانګړې توګه له هغه چا نه چې د دوی تر بيعت پورې يې خپل بيعت ځنډولی وو، ژر تر ژره د بيعت کولو هيله وکړه، مونږ په دې باور يو چې، د افغانستان د اشغال پای ته رسېدلو ستر سبب د نوي زعيم ملا اختر محمد منصور سره د ملا صاحب محمد عمر مجاهد د کورنۍ بيعت اعلانول دي.

مونږ د امير المؤمنين ملا اختر محمد منصور سره د ارواښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د کورنۍ بيعت په افغانستان کې د غلامې ادارې وروستۍ شېبې بولو!

افغان مجاهد ولس ته زېری ورکوو! چې اسلامي امارت به په خپل پوره يووالي سره د کفر اشغال ته د پای ټکي اېښودو سره په افغانستان کې خپلواک اسلامي نظام نافذ کړي انشاء الله.

ضروري نه ده چې په کابل ټکي کام کې دې خپرې شوې لیکنې د ادارې د پالیسۍ ترجماني وکړي، هره لیکنه د لیکوال خپل نظر دی.

مخکینې مطلب

طالبان متحد شول، د پخواني مشر کورنۍ د طالبانو د نوي مشر مشري ومنله

بل مطلب

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز  د حرم  شریف د پېښې قربانیانو سره د مرستې اعلان وکړ

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com