کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وږی ۱۴۰۴):
د امریکا د منیاپولس ښار په یوه کاتولیک ښوونځي «کلیسا» کې د دعایي مراسمو پر مهال وسله وال برید شوی چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د پولیسو د مالوماتو له مخې، بریدګر چې په څو ډوله وسلو سمبال و، د کلیسا له بهر څخه پر داخلو خلکو ډزې وکړې. په ټپیانو کې ۱۴ ماشومان شامل دي چې د دوو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
پولیس وایي، بریدګر شل کلن و او په ډزو کې وژل شوی دی. پوليس زیاتوي چې پر بريدګر کومه مخکينۍ جرمې سابقه نه وه او د حملې د انګېزې معلومولو هڅې روانې دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس پر دې برید خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې سپینه ماڼۍ دغه پېښه له نږدې څاري.


















