کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وږی ۱۴۰۴):
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د هېواد په دولتي روغتیایي سکتور کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د زړه د جراحۍ او هیموډیالیز څانګې پرانیستل شوې دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د دغو څانګو د پرانیستې مراسم ترسره شول، چې پکې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د عامې روغتیا وزارت مرستیالان، د روغتیایي ادارو رئیسان او د نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.
مولوي نورجلال جلالي وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې د لومړي ځل لپاره په دولتي روغتون کې د ماشومانو د زړه جراحۍ عملیات ترسره کېږي، او تر دې دمه درې بریالي عملیاتونه شوي دي.
نوموړي دا یو تاریخي ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې وزارت به د نوو سیسټمونو جوړولو، د مسلکي کارکوونکو روزنې او د پرمختللو تجهیزاتو په برابرولو سره د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړوي.


















