کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وږی ۱۴۰۴):
د هلمند ولایت چارواکو د لښکرګاه ښار په مختار سیمه کې د هلمند پر سیند د ۳.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۳۴۰ متره اوږد او ۹ متره سور لرونکي پل د جوړولو تړون لاسلیک کړ.
د دې پروژې تمویل د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی له عوایدو څخه کېږي او ټاکل شوې چې په دوو کلونو کې بشپړه شي.
مسوولین وایي، یاد پل به نه یوازې د ټرافیکي ستونزو د حل او د ولسوالیو ترمنځ د فاصلې د کمولو لپاره وي، بلکې لښکرګاه ښار ته به نوی تجارتي رنګ او اقتصادي خوځښت هم ورکړي.
د مسوولينو په وينا ، د پل چارې به په معیاري او اساسي توګه ترسره شي ترڅو د سیمې خلکو ته د تګ او راتګ اسانتیاوې برابرې شي.


















