کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وږی ۱۴۰۴):
د راپورونو له مخې، د يمن حکومت د ولسمشرۍ دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د صهیونیستي ریژیم په وروستي هوايي برید کې د هغوی د بدیل حکومت صدراعظم احمد غالب الرهوي او څو تنه وزیران شهيدان شوي دي.
د سرچينې په وينا، ياد برید تېره پنجشنبه په صنعاء کې د حکومتي وزيرانو په يوه غونډه کې شوی، چې پکې د کابینې د تېر کال د کړنو د ارزونې راپور وړاندې کېده.
د يمن حکومت چارواکو دغه برید د اسراییلو نوې حمله بللې او د وژل شویو وزیرانو او چارواکو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.


















