جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

صهيونيستانو سره د ترکيې د اړيکو پرېکون؛ اسلامي نړۍ ته مهم پيغام

مفتی احسان الله بلال نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اگست 30, 2025
کټګوریانې: سرمقاله
0
14
ځلې شریک شوی
171
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تېره ورځ د ترکيې د بهرنيو چارو وزير د خپل پارلمان په بیړنۍ غونډه کې داسې پرېکړه اعلان کړه، چې نه يوازې د ترکيې د ولس غوښتنه وه، بلکې د اسلامي نړۍ د خلکو له زړونو سره يې همغږي درلوده. نوموړي څرګنده کړه، چې د غزې د مظلوم ملت په ملاتړ به له صهيونيستي رژيم سره هر ډول سوداګري بندېږي، د ترکيې له بندرونو څخه به هېڅ بيړۍ د اسراییلو پر لور نه ځي، او د ترکيې هوايي حريم به د اشغالګرو د الوتکو پر مخ تړلی وي. دا یو زړور او تاریخي ګام دی، چې نړۍ ته د ترکیې د سیاست روښانه پیغام ورکوي، چې د حق ملاتړ د معاملاتو قرباني کېدلی نشي.

د بهرنيو چارو وزير په ډاګه کړه، چې د صهيونيستي رژيم ګواښ يوازې د فلسطيني ملت پر وړاندې نه دی، بلکې د سيمې د ټولو هېوادونو ته متوجه دی. دا خبره يو ستر حقيقت ته اشاره کوي؛ ځکه چې د غزې جګړه یوازې د یوې سیمې موضوع نه ده، بلکې د ټول اسلامي امت، او حتا د بشریت د وجدان امتحان دی.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

داسې ښکاري چې نن ورځ اسلامي نړۍ د یوې سترې ازموینې په درشل ولاړه ده. د ترکیې پرېکنده دریځ اسلامي هېوادونو ته عملي درس ورکوي. که اسلامي هېوادونه د ظلم پر وړاندې ګډ او واحد دریځ غوره نه کړي، خدای مه کړه سبا به د هغوی د خاورو او ملتونو د وینو وار وي. تاریخ شاهد دی چې صهیونيستي رژیم یوازې پر یوه ملت بسنه نه کوي، بلکې د پراختیا غوښتنې خوبونه یې د ټوله سیمې د ناارامه کولو هڅې دي.

له همدې کبله، د ترکیې اقدام باید یوازې د ستاینې وړ نه وي، بلکې د عملي همکارۍ پیل هم وګرځي. ټول اسلامي هېوادونه، په ځانګړي ډول عربي هېوادونه، باید په ګډه ددې اشغالګر رژیم د ظلمونو پر وړاندې دریځ ونیسي، اقتصادي اړیکې پرې کړي، سفارتي فشار زیات کړي او په نړیوالو سازمانونو کې د فلسطین د ملت د ملاتړ غږ پورته کړي.

نن ورځ د فلسطین قضیه یوازې د فلسطینیانو نه، بلکې د اسلامي امت عزت او د انسانیت وجدان دی. هره شېبه ځنډ د بې‌ګناه ماشومانو، مېرمنو او سپین‌ږیرو د وینو بهېدو په مانا دی. اسلامي نړۍ باید له ترکیې څخه الهام واخلي او په ګډه د اشغالګرو پر وړاندې ودرېږي. که نن پرېکنده ګام پورته نشي، سبا به ډېر ناوخته وي.

لوی ټکي: اريکېاسلامي نړۍپریکونپيغامتجارتترکيهصهيونيستي رژيم
مخکینې مطلب

د صهیونیستي ریژیم هوایي برید کې د یمن حکومت لومړی وزیر او څو وزیران شهیدان شوي

بل مطلب

اغېزناکه مطالعه

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com