ژباړه : شمشاد سالارزى
يو يهودي ډېر مالداره و،د هغې په وخت كې به خلكو خپل مال او دولت په ځمكو كې خښوو.د يهودي په خزانه كې سره زر،سپين زر او ډېر دولت و.
هغه يوه ورځ د خپلې خزانې په طرف روان شو، او د خپل ګدام څوكيدار ته يې څه ونه ويل او ددنه ولاړ،هغې په اصل كې دا ليدل غوښتل چې دا څوكيدار خو زما په مال كې خيانت نه كوي.
په كوم ځاې كې چې خزانه وه د هغه ځاې دراوزه به صرف له دننه قفل كېده مګر خلاصېده به نه ،خلاصېده به صرف له بريون څخه،د دې فكر نه ؤ دننه ونوت او دروازه يې بنده كړه.
خزانه يې په ښه توګه وكته او بيرته چې راوتو نو لګ څه پرېښانه شو ،دروازه بنده وه او له داخل طرف نه هيڅ نه خلاصېده،هغه دننه بند پاتى شو،هغه ډېرى چغى ووهلى مګر بيرون يې آواز نه رسېده،يو څه شپه ناوخته شوه اوپه هغه وخت كې بيا دا ولږې او تندى په سر راواخيست.
هلته او دلته يې وكتل مګر هيڅ هم نه و بغير د سرو او سپينو زرو څخه،او دغه شيانو د دې تنده او نه يې ورته ولږه ختمولى شوه.
وخت تېريده آخر هم دېته خوب ورغې،هغې غوښتل چې خوب وكړي مګر هلته نه ګمبل وه او نه توشك،آخر هم هغه د ولګې او تندې څخه مړ شو، او بهر څوكيدار هماغسې په آرامه د خزانې پيره كوله.
دولت هيڅ چاته رزق نشي رسولې،اصلي شى هدايت دې سيده لار ده ګرانو ملګرو كه فايده حاصلول غواړئ نو د هدايت لاره خپله كړئ،انشاء الله چې كامياب به وئ.

















