زه طـــــالب نه یم …

لیکوال: محصل
زه طالب نه ؛ بلکې يو حق پالونکى ليکونکى او مبلغ يم ، هو ! ځينې خلک راته طالب وايي ، کيداى شي لاندې خواص او ځانګړتېاوې په طالبانو کې هم وي :
زه د افغانستان فعلي نظام ته ((سوچه اسلامي)) نظام نشم ويلاى / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه يو خارجي ((مسلح عسکر)) هم دلته نشم زغملاى / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه په خپل وطن کې د هر متجاوز خوله ماتول غواړم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه پرته له ((شرعي نظام)) څخه بل هر نظام ته کفري نظام وايم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه د ښځو شتون له ((پرديو)) خلکو سره ((ننګ ، عار)) بولم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه د کافر دوست کافر بولم (او دا د الله پرېکړه هم ده) /ځکه مې خلک طالب بولي .
زه له هغه مبلغ نه (ډولچي) ښه بولم : چې مجاهد نه وي /ځکه مې خلک طالب بولي .
زه د فحاشيو او عياشيو پر وړاندې توند غبرګون ښيم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه د مسلمان ناموس په پرده کې غواړم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه په تعليمي نصاب کې جهادي موضعات درج کول غواړم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه د (ملا محمد عمر مجاهد) نوم په احترام اخلم او هغه ته يو ريښتينى مسلمان ((رهبر)) وايم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه فعلاً په افغانستان کې د کفري ښکېلاک او د هغوى د ملګرو پر وړاندې مبارزه ايماني او وجداني وجيبه بولم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه د افغانستان دا پاکه خاورو په هېڅ ډول له کفارو سره مامله کول نه غواړم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه فعلي دولتي مشران ډېرى خائنان او غداران بولم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه لويه ګيره لرم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه سپينه يا توره پګړۍ لرم /ځکه مې خلک طالب بولي .
زه (رقص پايکوبي) حرامه بولم او پر وړاندې يې مبارزه کوم / ځکه مې خلک طالب بولي .
زه د پخوانيو جهادي رهبرانو حقيقي څهرې خلکو ته ښيم / ځکه مې خلک طالب بولي
زه وايم چې د پخوانيو جهادي رهبرانو فعلي موقف خو دا دى ټولو وليد چې منافقين شول ، پرته له ((شاذو)) يې ! نو چې دا خلک قهرمانان شول ؛ (ملا محمد عمر مجاهد) خو بايد ستر فاتح ياد شي : ځکه چې ټولې غربي مستکبرې نړۍ ته يې ماتې ورکړه ، نو تاسو مې پدې خبره ولې طالب بولئ ؟ .
نڅوړ :
که داټول صفتونه په طالبان کې وي / نو بيا خو د (ځمکې پر سر) له دوى نه پاکترين او بهترين ټولى بلکل نشته ، ښه ده چې زه هم طالب شم ، الحمدلله چې تاسو راته طالب واياست او دومره ښکلى نوم مو راته خوښ کړى ، کنه زه خو طالب نه يم.


