تاسو شیطان پیژنئ ؟؟؟ ( دوهمه برخه)

  لیکوال  ( أبو اقبال کان الله له )

 په لومړۍ برخه کښي تاسو ولوستل ، چي دشطان علیه اللعنه دوه نومونه یاد کړل شول ، عزازیل او ابلیس  .  ابن ابي دنیا اونور روایت کوونکي د ابن عباس په حواله وايې : چي د شيطان نوم هغه مهال چي دی له فرشتو سره اوسيده  عزازیل وو ، وروسته بیا د ابلس په نامه ونومول شو . ابلیس د دې نامه د اصلیت او حقیقت د را پیژندلو په اړه  ابن  درَید ویلي : چي اهل اللغت په دي عقیده دي ، چي د ابلیس اشتقاق له ابلاس څخه شوی دی ،ابلاس نا امیدي ته وایي ، یعني دی د الله تعالی له رحمته   نا امید ه دی .  بې برخې دی  .

 دکتاب مصنف لیکي : چي شیطان د ابلیس په نامه هغه مهال ونومول شو ، کله چي د الله تعالی لعنت ور باندي نازل شو . ابو المثني ویلي : چي د ابلیس نوم نائل وو ، کله چي  الله تعالی ورته په قهر  شو ،نو بیا دشیطان په نامه يادکړل شو .  د ابلیس معنی د نا امیده ، دشیطان معنی د لیري .   مطلب دا چي  دغه ظالم  د الله تعالی له رحمته نا امیده  اوهم د هغه ذات اقدس  له رحمته لیري دى .

 ابو عمر  بن  عبد البر ویلي : چي جنات د اهل الکلام  اوعربې ژبپوهانو په آن په څو  مرتبو ویشل کیږي – کچیري جن یاد کړل شي نو جني  ( پیری ) خالص ور څخه اخستل کیږي . کچیري د یوه ممکن په اراده واخستل شي ، له انسانانو سره اوسي ، نو بیا وایي  عامر دی . کچیري کو چنیو ماشومانوته څرګند دی  همداراز  بیا وایې چي دا یوه ارواح ده . کچیري خباثتونه کوي نو شیطان دی . کچیري پر دي نور زیاتوب کوي نو مار  ورته وایي  . کچیري پر دي هم زیاتوب وکړي ، زیات قوت ولري ،  پخپلو کارو کښي زوره ور وي ،  نو بیا عفریت بلل کیږي .

  زمخشري په ربیع الأبرار نومي کتاب کښي کښلي : چي أبو هریره رضی الله عنه د یو مرفوع کړي شوي حدیث په حواله وایي : چي الله تعالی څلور صنفه خلګ پیداکړل ، فرشتې ، شیطانان ، جنات او انسانان ، وروسته یې دغه څلور سره صنفه پر لسو برخو  وویشل ، نه۰(۹)  حصې فرښتې شوې ، یوه حصه شیطانان ، انسانان او جنات وو . وروسته یې دغه درې واړه پر لسو برخو وویشل ،نه(۹) برخې له دوی نه شیطانان ، یوه حصه جنات او انسانان شول . وروسته  بیا دغه دوه  ډلې په لسو برخو تقسیم شوې ، نه (۹) برخې جنات ، یوه برخه انسانان شول . مصنف کاږي چي په دې بنیاد نو نسبت د انسانانو ونور مخلوق ته نسبت د یوه و زروته ، نسبت د جن و نورو خلګو ته   نسبت دی،   ۹ نو  وزروته ، نسبت د شیطانانو ونورو خلګوته نسبت دی- ۹۰  نوي وو و زروته  اونسبت د فرشتو و نورو حلګو ته   نسبت دی،  ۹۰۰ نوسو  و زروته دی  .

 کتاب اکام المرجان فی احکام الجان  دلته اصل مقصد ته راځو ، وسوسه څه شی ده ؟   شیطانان انسانانوته وسوسه په څه کیفیت ور پیداکولای شي ؟ . د انسان حقیقي مالک او د هغه د ټولو امورو واکدار لم یزل رب د دغه  ظالم دښمن د وسوسې د ژغورنې پر بنا انسانانوته داسي امر کړی دی {قل أعوذ بِرَبّ النَّاس ملك النَّاس الی اخیره } دغه مبارک سورة له سره  تر پایه پر استعاذ باندي احاطه کړیده ، ؛ ځکه چي د شیطان وسوسه هغه څه ده، چي د ټولو ذنوبو او معاصي وو سبب ، بلکې د دنیا او آخرت د عذابو منشا همدغه وسوسه جوړیږي . د سورة الفلق په ضمن کښي چي کوم  استعاذ راغلي دی ، دغه استعاذ له شره د هغو ظالمانودی ،  چي هغه ظلم شر د نورو خلګو له  لوري په انسان کول کیږي ، لکه سحر او حسد ، مګر  دغه  ظلم خو له خارجه څخه راځي .  اما د سورة الناس استعاذ خو ، هغه شر لره متضمن دی چي د هغه سبب د انسان پر خپل ځان پخپله  ظلم  تیری کول دي ، دغه  تجاوز  د انسان له داخله ، خپله ځانه څخه راځي . لومړی قسم ظلم چی د غیر له لوري صادر دی ، ددې دبندولو بندوبست پر انسان ځکه نسته ؛ ولي  چي دغه قسم ظلم دده له مکسوبات څخه نه دی  . اما دوهم قسم شر چي دشیطان وسوسه ده ، ددې په دفع کولو انسان مکلف دی ؛ ځکه چي دا خو دده له مکسوباتو ، د نهې له متعلقاتو څخه ګڼل کیږ ي . د وسواس د اصلیت را پیژندلو په بنا کتاب لیکې : وسواس فعلان وزن دی، له وسوس  ( یوسوس ) څخه دی . وسوسه په اصل کښي هغه حرکت اوخفي صوت دی ، چي حس یې نکول کیږي ؛ تر څو چي ځان ترې وژغوري .  خناس بیا فعال وزن دی له خنس یخنس څخه مأخوذ شوی دی ، اختفاء ( ځان پټولو ) ته ویل کیږي ، لکه ابو هریره رضی الله عنه وایې :  ( فانخنست منه ) یعني زه له ده څخه پټ شوم .  وَقَوله تعالی {يوسوس فِي صُدُور النَّاس } درېیم صفت دشیطان دی ؛ ځکه چي لومړی صفت وسواس ، دوهم  صفت الخناس دی . لومړی ځل د انسان حقیقي مالک انسان ته وسوسه په ګوته کړه ، دوهم ځل یې خناس ورته ښکاره کړ ، درې یم ځل یې د هغه  محل ( ځای ) ورته وښودل ، چي صدور الناس  دخلګو سینې د هغه ځای دی  .  د الله تعالی د سترکتاب په حکم کښي فکر کول ضرورې دی ؛ ځکه چي د شیطان  ټول کم  او کیف بر ملا شول .  د الله تعالی ستر کتاب وایې :  { الوسواس الخناس الَّذِي يوسوس فِي صُدُور النَّاس }  دتأمل فکر ځای داقول ده چي الله تعالی فرمایلي { يوسوس فِي صُدُور النَّاس } داسي يې نه وویل : چي ( فی قلوبهم )  د دوی په زړونو کښې  ؛ ځکه چي صدور سینې  د زړه محل ځای دی  ؛  واردات ټوله  له همدې لارې زړه ته داخلیږي ، په سینه کښي جمع کیږي، وروسته بیا د زړه  اندرون ته داخلیږي ، سینه  زړه ته د یو دهلیز په څیر دی . له زړه څخه چي  بیا کوم اوامر  ،  ارادې  صادرېږي ، لومړی صدر  سیني ته ځي ، وروسته بیا ټولو اعضاؤ ته  ویشل کیږي . شیطان لومړی د زړه ساحي کور ته ورځي ، بیا وروسته زړه ته هغه څه  القاء کوي چي د ده کافر خوښه وي  .

 قاضي ابو یعلی ویلي : چي وسواس  احتمال شته چي شیطان یوه پټه خبره پداسي خفي شکل سره وکړي ، چي د هغه ادراک زړه وکولای شي .

 یادونه : د شیطان وسوسه به څه وړه خبره نه بولو ، ؛ ځکه چي شیطان د دې وسوسې په مټ ډیر لوی لوی پوهان تر  ډیرو لویو  ګړنګو اچولي  ، د مثال په ډول لاندنۍ کیسه  د کتاب اکام المرجان   فی احکام الجان  په عربي  لیکلې ، موږ  دلته لوستونکوته په پښتو ژبه ژباړلي ده  وړاندي کوو ر   .

  ابو سلیمان ویلي : چي ابلیس علیه اللعنه  به قارون ته خپل ځان کله کله ښکاره کاوو ، دی وایي : حال دا وو ، چي قارون څلویښت کاله په غره کښي اوسیده;  هلته د الله تعالی په بندګي او عبادت لګیا وو، د بني اسرائیلو د وخت تر ټولو عابدانو فوق ، په بندګي کښي یې ساری نه درلود، ابلیس علیه اللعنه ښاغلي  ته څو ځله نور شیطانان ور  ولیږل ، چي نوموړی له خپل خط سیر څخه واړه وي ، بالآخره د دې شیطانانو  په قارون  وس بر نشو ، نو ابلیس علیه اللعنه پخپله د ښاغلي عابد ګمراهي ته مټې رابډ وهلې ، ابلیس نوموړي عابد ته خپل ځان ښکار کړ ، له قارونه سره یوځای یې عبادت ته ملا وتړله ،  تر داسي اندازې په عبادت کښي مشغول شو ، چي قارون به روژه نیوله ،پر خپل وخت بې بیاماتوله هم ، خو ابلیس کافر روژه نیوله ماتوله بې نه ، ابلیس علیه اللعنه به عبادت په هغه اندازه کاوو ، چي  قارون به له هغه اندازې عبادت څخه عاجزه وو ، بالآخره قارون  خپل ملګري ته تسلیم شو ،ابلیس ته یې خپله عاجزې وړاندي کړه ،  نو ابلیس ورته وویل : چي اې قارونه! اوس پدغه اندازه بندګې خوشحاله شوې ؟  اوزیاته یې کړه چي نه به د بني اسرائیلو جنازې ته ورځي اونه به ددوی جماعت ډلې ته .  وروسته یې قارون له غره څخه را کښته  کړ ، په یوې کلیسا (عبادت ګاه ) کښي  یې داخل کړی  .  ابوسلیمان ویلي : چي بني اسرائیلو دوی دواړوته  مړۍ  را شروع کړه ، څه موده وروسته بیا ابلیس ورته وویل : چي آیا ته په دغه ډوډۍ خوشحاله یې ؟ ، زه فکر کوم چي اوس نور په بني اسرائیلو درانه  شوو، قارون ورته وویل : چي لاره راته ښیه ،رایه  ستا رایه ده ، ابلیس ورته وویل : چي یوه ورځ به کار کوو ، نوره هفته به ټوله په عبادت ، بندګې تیره وو، قارون وویل : ښه خبره ده . ( بس هم داسي وشول ) .  څه موده دوی دواړو همداسي ژوندکاوه ، وروسته بیا ابلیس وویل : چي آیا پدغه ژوند راضي یې ؟ ، نه څه صدقه کوو ، اونه نور څه کولای شو ، قارون وویل : چي خبره ستا خبره ده، چل راته ښی یې ، ده کافر ورته وویل : چي یوه ورځ به کار کوو ، یوه ورځ به دالله ج بندګي کوو ، قارون وویل : ښه ده ، راوي وایې : چي کله دوی دغه کار پیل کړ ، نو قارون ته دنیا ورماته شوه دالله ج بندګي ورڅخه پاته شوه، بالآخره یې هغه انجام شو چي   بشپړ  وضاحت یې د سور ة القصص  په لاندینې آیاتو کښي وکتل شي ؛ ځکه چي موږ  خپله ټاکله شوې موضوع تعقیبه وو  . نعوذ بالله من الشیطان الرجیم . کتاب اکام المرجان فی احکام الجان  د الله تعالی ستر کتاب د قارون دکسې په ضمن کښي دا آیة کریمه هم راوړی ((قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي )) ژباړه :  وویل : (  قارون قوم خپل ته ) بیشکه هم داخبره ده چي راکړی شوی دی ماته دغه مال په هغه علم سره چي لما څخه دی . ویل کیږي چي قارون د تورات عالم  وو،  د تورات په اړه هغه ښه معلومات درلوودل ، خو –  إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوسَى فَبَغَى عَلَيْهِمْ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ (76) وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ (77) قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهِ مِنَ الْقُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا وَلَا يُسْأَلُ عَنْ ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ (78) فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ (79) وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ (80) فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِنْ فِئَةٍ يَنْصُرُونَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِينَ (81) وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَوْلَا أَنْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ (82)  القصص .

 یادونه ! پټه دي نه وي :  له پورتنۍ کیسې څخه دا استنبات کید لای شي ، چي کله کله اهل علم هم د شیطان په وسوسه وغولیږي نورو عوامو  خلګوته وګوري د دنیاکسب ښه ورته وبرېښې ، حیله هم ورته پیداکړي ، دنیوي کار پیل کړي بالآخره که څه هم کیدلای  شي  چي د دنیا دولت  ، جاه  اوجلال پیداشي ، خو د دي په بدل کښي علم القرآن ، علم الوحي ، علم الحدیث او نور دیني علوم ورڅخه پاته شي . وما ه‍ذا الا خسران مبین .  نور بیا  ان شاء الله تعالی

   

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button