امکان لري ، چې جنرال دوستم د ملي يوالي له حکومت سره په مزارشريف کې د عکسونو څېري کولو او نورو ستونزو د رابرسيره کولو يادونه په ډاګه کړي، د دوستم او عطامحمدنور اختلافاتو تر منځ به ولس په يو بل اور کې وسوزي .
له يوې خوا په شمال کې د طالبانو پر مختګ ، له بلې خوا د نوې داعش جګړه مارې ډلې سر راپورته کول او دريم د عطامحمدنور او دوستم اختلافات به ملي يوالي حکومت لپاره روان کال په افغانستان کې د ناټو او امريکا پخواني جنرال کمپل په وينا د ستونزو ډک کال شي ، چې د شمال د اختلافاتو لګول شوي اور به نورو ولاياتو ته هم ورسېږي.