نوی کال، دبې طرفه ولس لپاره د کړاونو کال!

لیکوال ب ـ بارانی

کلونه کیږي چې افغان مؤمن ولس له کړاونو، دردونو، تکلیفونو سره مخامخ دی، او لاهم  بې چاره ولس دپردیو تر پښـــو لاندې او تکالیفو سره یې لاس او ګریبان دی،
بې طرفه غیور ولس په هر زمان په هر مکان کې له بیلا بیلو ډلو لخوا په یو په بل نوم زورول شوی دی،
او لا ئې هم زورونه ښـــه په شدت سره روانه ده،
که تيرو څو کلونو ته وګورو نو د دین او وطن دوښمنانو په ولس څه ونه کړل!
نه یې په ښادۍ کې په ارام پرېښوول اونه هم په غم کې،  هم یې د واده په مراســـمو بمبارونه وکړل، هم یې د جنازو په مراسمو باندې، نه یې کورونو کې په ارام اوسکون کې پریښودل او نه یې هم په لارو او کوڅو کې،
په کورونو یې ورته دشپې لخوا چاپې ووهلي، او دورځې یې په  لارو  کې په نښه کول ،یابه یې وهل ډبول، او یاخو به یې په شهادت  رسول،
داسې پېښې ډیري زیاتې رامخ ته شوي او دافغانستان په هر ولایت او هرګوټ کې رامخ ته شوي، او لاهم دا سلسله روانه ده، دبیلګې په توګه، د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ پېښه او قضیه  چې اوس اوس رامخ ته شوي او رسنۍ هم پرې وغږیدې،
په ډنډې غوري کې له ولس سره خورا له حده وتلی ظلم وشو ،هلته خلک وه زورول شول، ووهل شول،او کورونه یې وران شول مالیات یې چور شول، او اکثره خلک یې په شهادت ورسیدل،
چا وکړل!؟
ما وکړل، که اوباما وکړل، خوبې طرفه ولس ئېـ پکې غرق کړ ولس یې پکې تبا او برباد کړ،
همدا سلسله په نورو ولایتونو کې همدې ته ورته روانه ده، او عام بې طرفه افغانان پکې د غم، او زغم شپي او ورځي تیروي، دابې چاره مخلوق له یوي خوا غریبۍ خوړلي، له بلې خوا لوڅي ډیموکراسۍ غرق کړل،

دادی په همدي به وســـه، اوبې کســه غریب ولس باندې یو بل له دردونو او کړاونو، ډک کال راغی، ۱۳۹۵ کال یادم ، که څه هم دا افغانانو د ګړنګونو په لاره تل سخت مزلونه ګاللې، خو داکال به نسبتا تیرو کلونو ته خطر ناک وي، ځکه چې له یو خوا طالب داکال دځان لپاره د بریا کال بولې، نو داخو ښکاره ده چې بریا بې له جنګه نه شی راتلی،بلخوا   سږکال داځل د ګډ حکومت (ع ـ غ)په حکمرانئ کې راغی، داسې حکمراني چې تر کال پوره کیدو ورسته یې تر ننه وزیر ددفاع ندی معلوم، داسی دوه سري حکمرانې چې دا دواړه هم سره په یوه خبر متفق ندي، داسي حکمرانې چې ولسمشر یې توان نه لري او اجرائیه ریس یې پلان نه لري، سربیره پر دي جګړه هم غزول غواړي، نو چې ولسمشر یې ناتوانه او د پردیو لاسپوڅی وي، خاوري به افغان ولس ښه ورځ وویني، خاوري به اباد شي، همدي حالاتو ته په کتو سره وایم چې نوی مال به افغان ولس ته د ګړنګ پرغاړه له کړاونو ډک کال وي، نو د یو افغان په حیث له دواړو خواو دواړو جهتونو نه غواړم چې نور دا ملت دا بې طرفه ملت دا کړیدلی زوریدلی ملت نور مه په نښه کوی، !نور یې مه وژنئ!  نور یې قرار نور یې ســـــکون ته پریږدی! ؟
دیوسرلوړی افغانستان هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button