د ښوونې او روزنې وزارت ته تړلي ښوونځي نه ښکاري

« تبصره »

د ښوونې او روزنې وزارت  رسنيو ته ويلي ، چې د هېواد په  بېلا بېلو ولايتونو کې يې ښونځيو کې زده کونکي په زده کړو بوخت دي ، چې ورسره په ننګرهارولايت د شينوارو اچين ولسوالۍ د ښونځيو راپور درې څلور ځلې رسنيو کې خپور کړ.

په  هېواد کې ، چې زده کړې لپاره د ودانۍ يوه  خښته ايښودل کېږي يا يو زده کونکی په  زده کړه بوخت شي خو ښې پرې بايد وښودل  شي ؛ ځکه  علم يوازې د خپل هېواد نه ؛ بلکې د نړۍ  په بدلون کې مرسته کوي ، چې ښکاره مثالونه يې وليدل شول.

د ښوونې او روزنې وزارت بايد د څو ولايتونو په پرانيستو ښوونځيو کې د زده کړو يادونه وکړي د خپل وزارت په لاس لاندې کارونو او  پروګرامونو کې بايد د تړلو ښونځيو په اړه لازم تصاميم ونيسي او د  تړل شويو ښوونځيو پرانستنې ته لومړيتوب ورکړي.

د ښوونې او روزنې وزارت بايد يوازې  په پنجشير او باميان حساب ونه کړي ،  چې په ښوونځيو کې يې هلکان او نجونې  په درس ويلو بوخت دي.

د ښونې او روزنې وزارت د پکتيا ، فراه ، فارياب او هرات ، لري  پرتو ولسواليو او هم د ننګرهار د اچين او هسکې مينې ولسواليو د تړل شويو ښوونځيو په اړه لاس  په کارشي ، چې د اچين ولسوالۍ او ورسره په نورو ولسواليو کې اوس هم له پرانيستو ښوونځيو د تړل شويو ښونځيو شمېره زياته ده.

د ښوونې او روزنې وزارت بايد د خيالي پوليسو  په  څېر د خيالي ښوونځيو پلټنې هم وکړي ، چې زده کوونکو کتابونه او د استاذانو معاشونه له وزارته په خپل وخت اخلي.

په هېواد کې ورځ په ورځ د بې سېوادۍ د کچې په اړه اندېښنې زياتېږي او دا اندېښنې په ځای دي ، چې ولسمشر اشرف غني ښوونځيو ياتعلمي نوي کال زنګ وواهه ؛ په همدې نوي کال کې د زده کړې ناورين زوړ او په خپل ځای پاتې دی.

په هر هېواد کې ، چې د افغانستان په څېر قانون ماتېږي، اداري فساد له يوې ورځې بلې ورځي ته زياتېږي ، نا امني تر کليو په ښاورو کې زياته ليدل کېږي ، د ځمکو غصب د پخوا په څېر روان وي ، د تعلمي نوي کال زنګ به يې ووهل شي ؛ خو ياد ناورين  په زوړ حالت پاتې وي.

د ښووني وزارت ته دکاميابۍ ډېره فاصله پاتې ده ، چې  دا فاصله په عمل رالنډېږي نه په مطبوعاتي غونډو کې رسنيو ته د څو  ښوونځيو د پرانيستلو په يادونو.

 تر څو چې زموږ ولس په علمي کچه ډاډ من نشي ځوان نسل به يې دبې روزګارۍ له امله د يونان او د ترکيې په اوبوکې د کبانو خوراک وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button