حنان الحروب په دارلحرب کې

« تبصره »

د ملګرو ملتونو لخوا په کال کې يو ځل د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو په نامه په مختلفو مسلکونو کې په بېلا بېلو نومونو جايزې ورکول کېږي ، چې غربي هېوادونو د تېرو درېو لسيزو را په دېخو د منځنۍ اسيا او عربو هېوادونو د يو شمېر ښځو او د مسلکيالو په نامه د جايزو او ميډالونو د ورکړې لړۍ پېل کړې ده.

حنان الحروب يوه فلسطينۍ ښوونکې ده ، چې د بيت اللحم د کډوالو ه يوه پنډغالي کې اوسېږي .

وخت په وخت اسرائيلي وحشي پوځونه په همدې پنډ غالي کې پوځي عمليات کوي؛ ځوانان له کورونو او ماشومان د ميندو له غېږو په زور نيسې اوله ځان سره يې نامعلوم لوري ته وړي، چې بيت اللحم اوس دارالحرب ګرځيدلی دی.

حنان الحروب ته ( دنړۍ غوره ښوونکې ) په نامه ، چې په بيت الحرب پنډغالي کې د وړو ماشومانو لپاره د وېرې څخه د ژغورنې درس هم ورکوي؛ د دې جايزې يا ميډال ورکړه په دوبۍ کې د نورو جايزو په غونډه کې وشوه، چې د ويډيو له لارې خپره شوه.

حنان الحروب ته د واتيکان پاپ فرانيس لخوا جايزه اعلان شوې ده او د برتانيې شهزادګۍ ويليم حنان الحروب ته په جايزه تر لاسه کولو مبارکي ورکړې ده.

دا دښوونکې جايزه په داسې وخت کې ورکول کېږي ، چې اسرائيلي پوځيان د فلسطين ښځې په بيت الحرب کې د عام بازار په منځ کې په سړکونو راکاږي، بې عزتي يې کوي او د مېرمنو سپکاوی کوي.

 په دې سپکاوي سره اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه عربي شيخان سترګې پټوي ؛ خو په دې خوښ دي، چې فلسطينۍ ښځې حنان الحروب د غوره ښوونکې جايزه وګټله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button