ال جي نوی سمارټ فون مارکېټ ته وړاندې کړ fateh1مارچ 28, 20160 277 لاروی په الکترونيکي نړۍ کې د موبايل ( ګرځنده ) او ليپ ټاپ سيالي او مقابله په ډېرې چټکۍ سره روانه ده ، چې کال په کال پکې نوښت او اسانتياوې راپيداکېږي. د موبايل په فونونو کې دومره اسانتياوې رامنځ ته شوي ، چې په بشپړه توګه د اسانتياو ، کارول هم ګران شول؛ ځکه د موبايل په ټولو شتو اسانتياو او استعمال پوهيدل هم وخت او تجربه غواړي . ال جي يو نوی سمارټ سيټ مارکيټ ته راويستی دی ، چې د نورو سيټونو او کمپنيو په پرتله پکې د يادونې وړ اسانتياوې زياتې شوي دي. ال جي د جي فائيو سمارټ فون په را ويستلو سره آی فون او سام سنګ نه ميدان وګاټه، د آی فون او سام سنګ نه يې د کيمرې د عکسونو ښکلا څو چنده زياته ده . په سام سنګ کې په اتو ماتيک ډول سره د ويډيو فوکس نشي کيدای ؛ خو په دې سمارټ کې دا زياتونه وشوه ، چې د ويډيو پر مهال د واټ ( فاصلې) د زياتوالې او کموالې به صورت کې په اتو ماتيک ډول د عکس ياتصوير فوکس خپله سمارټ فون کوي. دويم دا ، چې په دې سيټ کې د موسيقۍ آوازونه غيرمنظمه نه دي ، که غيرمنظم اواز پکې ايډټ يا ور واچول شي په منظم ډول پکې اوريدل کېږي. د آی فون سيټ ، چې په نړيواله کچه ورته د عکاسۍ غوره موبايل ويل کېږي ؛ د ۷۳ د رجو عکاسۍ کولو توان لري؛ خو په دې سمارټ فون کې عکاسۍ ته د ۱۳۵ د رجو توان حاصل دی. همدا ډول د نورو موبايلونو په مقابلې کې يې سکرين هم د ناڅاپي پېښو په صورت کې زيات مقاومت لري . تر ټولو زيات ښه والی يې په دې کې دی ، چې د کمپيوټر په څېرپکې په اسانۍ سره د ايچ ، ډې ، ايم ، آی په وسيله کمپوز کيدای شي؛ ځکه ۲۰۰ جي بي قوت پکې ځای شوی دی. Share this: Share on Facebook (Opens in new window) Facebook Share on X (Opens in new window) X لینک کاپی کړه URL Copied fateh1مارچ 28, 20160 277 شریکول Facebook X Tumblr WhatsApp Telegram Viber Share via Email Print