کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي، د دغه وزارت محتسبینو د بدخشان، کاپیسا، زابل، پروان او سمنګان ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ راپورته شوې ۲۱ ټولنیزې شخړې حل کړې دي.
وزارت زیاته کړې چې دا شخړې د دوامداره ستونزو او ګڼو مشکلاتو لامل شوې وې، خو د محتسبینو او سیمهییزو دیني او قومي مشرانو په هڅو سره هوارې شوې.
د امر بالمعروف وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په کچه د ګڼو لویو او وړو دښمنیو مخنیوی هم کړی او دغه هڅې لا هم روانې دي.


















