د مرغانو ، څاروو او نورو حيواناتو ، نباتاتو او کاڼو ونو بوټو ټولو په اړه تاريخ ليکي ، چې د مخه به دوی هر څه خبرې کولې ؛ خو اسلامي تاريخ بيا د دې ټولو ناطقو خبرې د حال او قال په دوه برخو ويشلی دی او يوازې انبياء کرام ( عليهم السلام ) دي ، چې د حال په ژبه پوهېږي نور عام خلک د قال په ژبه پوهيدای شي ؛ خو د حال د ژبې د پوهيدو علم نه لري.
تاريخ ليکي ، چې حضرت ابراهيم ( عليه السلام ) په کلداني ، حضرت موسی ( عليه السلام ) عبراني ، حضرت شيش او حضرت ادريس اوحضرت نوح ( عليهم السلام ) په سرياني ژبو خبرې کولې اوپه دې کې د الله تعالی راز دا و، چې هرقوم ته خپل پېغمبر په خپله ژبه کې راليږي؛ ځکه چې خپله ژبه باندې په اسانۍ سره پوهه لاسته راتلای شي .
بله دا ، چې هر يو پېغمبر باندې الله تعالی او قرآن کريم د وحې د راتلو په صورت کې بشپړ شو .
د دې څو کرښو د ليکو مطلب دا و ، چې د مخه به کارغانو او نورو مرغانو خبرې کولې او خپل منظم ژوند به يې درلود.
که د زاڼو کتارونو او د بازانو يواځې ګرځيدو ته وکتل شي د مرغانو ژوند اوس هم د پخوا پشان منظم دی ؛ خو يوازې خبرې نشي کولی ، چې توتيان او ښاروګانې ناطق او غير ناطق اوس هم شمېرل کيدی شي ، چې هم د حال اوهم د قال په ژبه خبرې کولی شي.
پوهانو د انسانانو په ژبه کې د مرغانو د ژبې اثار او ځانګړنې ثابتې کړي دي وايي، په ډېرو انساني ژبو کې د مرغانو د ژبو سره ورته والی شته ، چې انسان يې په مفهوم پوهيدلی شي .
که د کوم څاروي نه کوچنی څاروی بېل کړلی شي ؛ مور به يې په خپله ژبه د خپل بچي پسې د اواز تکرار کوي.
له دې نه دا څرګندېږي ، چې يوه مور د خپل ماشوم څاروي بچي پسې اوازونه کوي يا که نورو ځانګړو اوازونو ته غور وکړو نو د هر څاروي يا مرغه اواز څخه د هغه فرياد اوغوښتنه څرګنديږي ، چې څه وايي، عام خلک پرې د پوهيدو علم نه لري او د خاتم النبيين حضرت مصطفی(صلی الله عليه وسلم) په نبوت سره د انبياکرامو سلسله پای ته رسيدلې ده.