بشيراحمد او پرويز کامبخش

ليکوال: عبدالرحمن مسافر

کله چې دبلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي محصل (پرويز کامبخش) اسلام ته د سپکاوي په تور ونيول شو؛ نو تر لنډې مودې زندان تېرولو وروسته دکورنيو او بهرنيو فشارونو په ذريعه په 1387 کال کې خوشي او د اروپا په سټيزن شيف (تابعيت) ونازول شو ؛ دا په داسې حال کې چې په هم دغه وختونو كي عبدالرحمن پنجشيرى مرتد سوى او بيرته خوشي سو ؛ همدارنکه د هغه وخت دلوې څارنوالۍ وياند غوث زلمى دقران کريم دتحريف په تور زنداني سوى ٶچي تراوسه يې دمجازاتو په هکله هيڅ ملت معلومات نلري.

زما ښه ياد دي چي بي بي سي راډيو د پرويز کامبخش دموضوع په هکله راپور جوړ کړى ٶ او دکابل پوهنتون دحقوق پوهنځۍ استاد (ودير ساپي ) ته يې هم بلنه ور کړې وه. دمحصل دبندي او بيرته خوشي کېدو په هکله يې پوښتنه ترې وکړه ؟

نوموړي په ځواب کي ورته وويل : چي دا په قانوني ، علمي او رواني لحاظ صحيح کار نه ٶ چي محصل ديوې ليکني دخپرولو په تور نيول کېږي او زندان ته اچول کېږي ، ځکه دمحصلينو په وړاندي دا ډول کړني دهغوى دتحقيق او څيړونو په برخه کي منفي اغېزې کوي.
اوس راسئ چي فکر وکړو !

ايا داسي رسنۍ به پيدا سي چي د بشيراحمد د شهادت پر موضوع راپور جوړ کړي ؟!

ايا داسي قانوني او حقوقي مراجع به پيداسي چي پر دې مظلوم محصل دظلم عوامل معلوم کړي ؟!

ايا داسي بهرني او کورني بنسټونه به پيداسي چي ددې مظلوم محصل (شهيد بشيراحمد) دمظلوميت په هکله د دفاع ږغ اوچت کړي ؟!

چېري دي اوس هغه د دروغو دعوه کوونکي دبشري حقوقو مدافعين او مدني بنسټونه چي ددې مظلوم محصل دحقوقو او مظلوميت په دفاع کي لارينونه وکړي ؟!

دا دکوم دين ، قانون او حکم تقضا ده چي يو محصل دي د نامعلوم جرم په تور له يو تعليمي او تحصلي مرکز څخه بيول کېږي ، پس له درې مياشتو تعذيبونو او کړاونو په ډېري بې رحمۍ سره په شهادت رسول کېږي.

تاسو قياس او قضاوت وکړئ دوه محصلين (شهيد بشيراحمد او پرويزکامبخش )يو داسلام او اسلامي دعوت په تور دزندان تورو تيارو ته اچول کېږي او په بې رحمانه توګه شهيد کېږي. بل اسلام ته دسپکاوي په عمل تقدرېږي او بهرنى تابعيت ورکول کېږي.

ملت بايد نور دغفلت له خوبه را ويښ سي او ځانونه پوه کړي چي دډيمکراسۍ بنده ګانو هم هغه دکمونيستانو تګ لاره خپله کړې ده ، داسلام اومسلمانانو دځپلو لپاره يې لستوڼي را بډ وهلي دي. نو لکه څنګه چي همدې غيور ملت دکمونيزم د بنده ګانو (خلقيانو او پر چميانو ) په خلاف دقيام صف جوړ کړ ، همداسې دې د دې سيکولرانو او ډيموکراتانو په خلاف هم د قيام  غږ  جګ کړي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button