کابل ټکی کام ۱۱حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا متحده ایالتونو ته نوماند د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشر لواندوفسکي د امریکا د پولیسو له لورې د یوې خبریالې د ټپي کولو په تور نیول شوی دی.
د امریکا د فلوریدا ایالت د ژوپیټر ښار د پولیسو له لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشر یې ځکه نیولی دی، چې د یوې خبریالې لاس یې ټپي کړی وو.
باید ووایو، چې د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین رئیس لواندوفسکي د روانې مارچ میاشتې په ۸مه نېټه د مېشله فیلډز په نوم یوه خبریاله چې غوښتل یې تر څو له ډونالډ ټرمپ څخه د غونډې په پای کې پوښتنې وکړي، د همدې پوښتنو پر مهال لواندوفسکي د دغې خبریالې لاس په شدت سره راکاږي، د خبریالې لاس ټپي کیږي، خبریاله سمدلاسه د خپل ټپي شوي لاس تصویرونه او ويډیو کوي، او پولیسو ته یې د شکایت تر څنګ سپاري.
پولیسو ویلي دي، چې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د رئیس لواندوفسکي لومړۍ محکمه به د مۍ میاشتې په څلورمه نېټه په فلوریدا ایالت کې وشي.
د امریکا د فلوریدا ایالت د قوانینو له مخې د یوه کس ټپي کول د یو کال د بند سزا او یا هم جریمه ده.
مګر د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د دفتر له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې لواندوفسکي باندې هېڅ جرم نشته، او پر هغه یې لګول شوي تورونه بې بنسټه بللي دي.

















