یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د سولې شورا بيا پرسولې شخوند پېل کړ!

fateh1 نشرونکی: fateh1
مارچ 31, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
7
ځلې شریک شوی
88
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

« سرليکنه »

د تېر ۲۰۱۵ کال په ورستيو کې تر يوه کال ځنډ وروسته د اسيا زړه کنفرانس کې ، چې په اسلام آباد کې جوړ شوی و او د هېواد ولسمشر اشرف غني پکې په نيم زړه ګډون وکړ، د سولې د هلو ځلو د پېل لپاره بيا ژمنې وشوې ، چې بالاخره د څلور اړخېزو غونډو ؛ امريکا ، پاکستان ، چين او افغانستان لړۍ پېل شو ؛ خو د ويناو او د ژمنو سره سم يې څه نتېجه ترلاسه نه شوه.

 اشرف غني ته د هېواد يو شمېر علماوو لخوا د سولې د شورا له ميکانيزمه شکايتونه شوي وو ، چې اشرف غني پکې غوڅ بد لون را وست او څو کسه ناراضيان يې د سولې د شورا په نامه ، چې له بهره ورته بيا ډالري بودېجه ورکړل شوې ؛ معرفي کړل چې په دې شورا  کې هم د خبرو کولو او طالبانو ته قناعت ورکولو څوک نه ليدل کېږي.

 د استاد برهان الدين رباني او د هغه د ځوی صلاح الدين رباني په څېر د سولې د شورا نوی رئيس پيرسيد احمد ګيلاني ورسره د ټول ټيم لخوا د ايران د ولسمشر حسن روحاني په وينا ، چې د سولې په اړه يې په اسلام اباد کې وکړه په هغې اوس د سولې د شورا لخوا شخوند وهل پېل شول.

 خپله پيرسيد احمد ګيلاني داحترام وړ دی، د يوه جهادي مشر په صفت يې ټول ولس د یته قانع دی ، چې د واک او قدرت لپاره يې د چا وينه نه ده تويه کړې ؛ خو د سولې د شورا لپاره يوه  داسې شخص ته اړتيا ده ، چې په نړيواله کچه سياسي لوبيدلی او خوله ور انسانان وي څو طالب مشران دې ته قانع کړي ، چې په سوله کې يوازې د افغان ولس نه ؛ بلکې د ګاونډيانو او هم د سيمې د هېوادونو ګټه ده.

 د طالبانو سره د خبرو د مخه دا زمينه برابره کړي چې کوم شرطونه طالبان يادوي هغه يې له مخه پوره کړي وي او هم د طالبانو هرې غوښتنې ته قانع کوونکی ځواب ووايي؛ بيا خو طالبان چې جګړې ته دوام ورکوي او ځانونه وژني د همدې ولس ، نظام ، قانون او پر هېواد د يرغلګرو خلاف په مبارزه کې يې وژنې، په شخصي ډول خو د طالبانو او د ملي يوالي د حکومت تر منځ کومه دښمني نشته .

 طالبان هم د سولې ليواله دي ؛ خو د يوې داسې سولې ، چې په هغې کې د اسلامي مقدساتو ، افغاني کلتور او د جهاد په دوران کې د شهيدانو د قربانيو او ارمانونو مطابق اصول خوندي وساتل شي،  د طالبانو د مشرانو د ويناو  او معلوماتو له مخې دوی هغه ډول سوله کوي ، چې د افغان ولس ګټې پکې په نظر کې ونيول شي نه د يرغلګرو او د سيمې د لاس وهونکو هېوادونو ګټې.

د حکومت او طالبانو ترمنځ ، چې سوله وځنډيده پکې يرغلګر ، د افغانستان سره مرسته کوونکي د سيمې او ګاونډيو هېوادونو ټولو خپلې ګټې په نظرکې نيولي ، د دې سولې لپاره د ټولو ګټو د نيولو هېوادونو لپاره سياسي مفکوره پکار ده نه دا ، چې د حسن روحاني په وينا شخوند ووهي ، حسن روحاني ويلي ، چې ايران دې هم د سولې بهير کې ورګډ کړای شي.

مخکینې مطلب

ريان ته!

بل مطلب

د جګړې پر بايللو د دندې د بايللو پرېکړه

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com