کابل ټکی کام ۱۲حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې
د پاکستان هېواد خیبر پښتونخوا صوبې جنوب لور (لکي مروت) کې د نن ماښام په یوه ګاډي کې چاودنه وشوه، چې له کبله یې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
د خبري رسنیو د خبر له مخې چې چاودنه د کوټ کشمیر سیمې سره نږدې د چنډوخېل پل سره څېرمه په یوه ګاډي کې چاودنه شوې ده، چې له کبله یې دغه ګاډی هم له منځه تللی دی.
یو شمېر نورې رسنۍ وايي، چې په دغه ګاډي کې چاودېدونکي مواد موجود وو، چې له امله یې چاودنه را منځته شوه.
سیمه ییزو پولیسو رسنیو ته د دغه پېښې پخلی کړی دی، او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
ویل کیږي، په وژل شویو کسانو کې بې کوره شوي کډوال وو، چې په دغه ګاډي کې یې د شمالي وزیرستان اېجنسۍ څخه لکي مروت ته سفر کولو.


















