حقیقت کې ځینې خلک داسې کار، یا داسې خبره کوي ، چې سړی هیڅ پکې نشي ویلی، زما یو استاذ و، نو چا به چې ترینه د یوي کړکیچنې موضوع په هکله وپوښتل، چې استاذ محترم تاسو په دې هکله څه وایاست! ؟ نو له ژور سوچ اوفکر نه وروسته به یې وخندل او وه به يې ویل دې که به څوک څه ووایې! وایې چې په شنوارو کې یو زیارت ده په (دور بابا ) باندې مشهور دی، وایې چې هلته یو بابا نه چا پوښتنه وکړه، چې بابا ! دغه دور بابا به ډیر لوی وي !؟ او که خدای پاک ،ج،!؟ سپینګیری بابا سوچ کې شو او له ځان سره وه بنګیده … له ځان سره لګیادی ،که اوس ووایم چې الله لوی دی، هسې نه دور بابا لوی وي، او که دور بابا لوی وګڼم هسې نه چې خدای پاک لوی وی، نو سائل ته یې وویل خدای دې داسې حیران کړه لکه زه دې چې حیران کړم، دې که به څوک څه ووایې! په دې کې چا له یو ملګري طالب العلم نه پوښتنه وکړه ،چې دې سين سری بابا خو د الله تعالی په لویې کې شک وکړ او حیران شو، نو ایا دا اوس کافر نه شو !؟ نو طالب العلم ورته له لګ فکر وروسته وویل چې یار دې که به څوک څه ووایې! همدې سائل ماته را مخ کړ او راته یې وویل چې دا ملګری دې اوس د ډبولو نه دی! ځکه چې دی اوس په دې هم نه پوهیږې چې دا بوډا باباپه دې خبره کافر شو او که نه، ماهم له ځنډ فکر وروسته ورته ویل ملګریه نو دې که به څوک څه ووایې! خـــو که ته غواړي ځان پوه کړي نو له یو مفتي صاحب څخه پوښتنه وکړه، ! ځکه چې طالب العلم د فتوی حق او استعداد نه لري، نو سړی په دي خبره غوصه شو، او په قهرجنه لهجه یې وویل نو مفتي به په دې کې څه ووایې! نور لاړ… روان شو.