امريکا تر ايران وروسته بيا شمالي کوريا ته مخه کړه

« سرليکنه »

اروپايي ټولنې ، چې په سر کې امريکا وه له ايران سره يې د اتومي پروګرام په سر تر۶ کلونو پورې ناستې او مخالفتونه  وکړل، اقتصادي بنديزونه يې پرې ولګول ؛ خو چې موافقه يې ورسره وشوه اوس يې يو ځل بيا شمالي کوريا ته مخه کړه.

  که اسلامي هېواد وي او که غير اسلامي امريکا نه غواړي چې غني پاتې شی ؛ خو چې کوم هېواد يې مقابله کوي د هغه هېواد د ورکاوي لپاره له ځانه سره نور هېوادونه هم په دې ملګري کړي ، چې د اتومي پروګرام زياتوالي يوازې د امريکا نه ؛ بلکې ټولې نړۍ ته لوی خطردی؛ حال دا چې بې له امريکا چې پر هيروشيما او ناګاساکه يې اتومي بمونه وغورځول ؛ بل هېواد نه دي استعمال کړي.

امريکا د صدام حسين رژيم په دې نسکور کړ ، چې کيمياوي يا ذروي وسلې لري حال دا چې د ايران سره په جګړه کې او هم د کردانو پرخلاف صدام ته خپله امريکا کيمياوي مواد ورکړي وو ، چې د کردانو ۵۰۰۰ ولسي وګړي يې په يوه ورځ پرې ووژل.

 له امريکې سره د شمالي کوريا پر خلاف بيا برتانيه ، المان او فرانسه ملګري شول ، تېره ورځ اوباما په واشنګټن کې د اتومې وسلو د خونديتوب تر غونډې وروسته په يوه غير رسمي ناسته کې د شمالي کوريا پر خلاف بيا هلې ځلې پېل شوې تر څو د نړيوالو سترګې د غربي هېوادونو او منځنې اسيا د جګړو او شخړو څخه د شمالي کوريا په لورې واوړي.

امريکا په نظر کې لري چې د افغانستان مسئله تر کلونو پورې اوږده کړي او خپله مخه شمالي کوريا ته واړوي تر څو د کوريا ټاپو وزمه غير اتومي وګرځول شي .

دا چې امريکا به تر کومه حده د افغانستان ، ايران ، عراق ، يمن ، سوريې او نورو هغو هېوادونو په جګړو کې خپلې ګټې تر لاسه کوي کومو هېوادونو کې ، چې امريکا د خپلو څو ملګرو هېوادونو په مرسته جګړې او نا امنۍ پېل کړي دي.

د معلوماتو له مخې په ګرجستان کې ، چې د روسانو په مقابل کې امريکا ماتې وخوړه او د ګرجي  ولسمشر اکاشويلي مخالفين يې له پښو را وغورځول اوس غواړي په منځنۍ اسيا کې په احتياط سره ګامونه واخلي.

امريکا له يوې خوا د شمالي کوريا اتومي پروګرام او د بلې خوا د چين سره په ساړه جګړه کې خپلو برياليتوبونو ته ځان ورسوي؛ ځکه خو يې د شمالي کوريا پرخلاف په واشنګټن کې د چينايي جمهور رئيس جین پینګ سره ليدنه وکړه او د شمالي کوريا لخوا خطر يې د چين لپاره هم خطر وباله .

داچې امريکا په افغانستان کې ( جګړه ،  زړه  او اقتصاد ) درې واړه و بايلل ځکه يې بيا شمالي کوريا ته مخه کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button