دومره اور خو راکړه چې لاسونه مې تاوده اوسي fateh1اپریل 6, 20160 223 شاعر/ غفور ليوال مه وایه چې سترګو کې مې تش د خمار سره اوسي دلته خو زما هم یو وړوکی غوندې زړه اوسي څه په درز چمبه وهي او ګډې شي ګیډۍګیډۍ دنګې چټې پیغلې چې سر خیلې د واده اوسي لمره دعا نشم کړای چې کلي ته دې وبولم دومره اور خو راکړه چې لاسونه مې تاوده اوسي سم به وي ، خو کم به وي،زړه ستا د قد دربار نه دې ستا د بڼو کور دې دلته ټول پکې کاږه اوسي سیند ورنه راوړي سپینو اوبو کې سور د وینو رنګ ښکاري چې بر کلي کې لا اوس هم پښتانه اوسي fateh1اپریل 6, 20160 223 Share Facebook X Tumblr WhatsApp Telegram Viber Share via Email Print