د اسرائیلو یهودي صدراعظم او نبوي سنت

د شفق فضل حسین له کالم څخه اقتباس
په ۱۹۷۳ کال کي د عربو او اسرائیلو تر منځ د جګړي سیوری خپور وو ، یوه ورځ د امریکا د وسلي جوړولو د یوي کمپنۍ مشر اسرائیلو ته راغلی وو ، د لومړي وزیر د دفتر رسمي وخت پای ته رسیدلی وو ،د اسرائیلو لومړي وزیر ګولډ امئیر د وسلو جوړلو د کمپنی مشر خپل کورته د ملاقات لپاره ور وغوښت ، لومړي وزیر میلمه خپلي اشپز خاني ته بوتللو په چوکي يي کیناوه او په خپله د چای په تیارولو لګیا شو، لیږ شیبه وروسته يي چای تیار شو ، یوه پیاله يي میلمه ته ورکړه ، یوه پیاله يي ځان ته کيښودله او یوه پیاله يي په دروزاه کي ولاړ امریکايي ساتونکي ته ورکړله ، د چای څښلو په وخت کي د وسلي د اخستلو په شرایطو خبري وشوي ، لومړي وزیر تر خدای په اماني مخکي پیالي پریمنځلي، المارئ کي د ایښودلو په وخت  يي میلمه ته وویل چي مونږ ته دا سودا منظوره ده .
لومړي وزیر ګولډ امیئر راتلونکي ورځ د اسرائیلو د کابیني په غونډه  کي د سودا جزیات وړاندي کړل ، له دي ستري سودا سره ټولي کابینه مخالفت وکړ او د وسلو اخستلو دا پریکړه يي رد کړه ،  کابیني لومړي وزیر ته وویل چي د اسرائیلو اقتصاد دا مهال د بحران ښکار دی ، که چیري دا خریداري وکړو اسرائیلي ولس مجبور دی چي تر کلونو پوري د ورځي یوازي په یوه وخت ډوډی اکتفاء وکړي .
ګولډ امیئر د کابینی د پریکړي په تاید سره وویل چي که مونږ دا جنګ وګټو تاریخ به مونږ فاتح ولس یادوي ، کله چي تاریخ کوم ولس د فاتح ولس په نوم لیکي هغه بیا دا هیروي چې دې ولس څومري لوږي تیري کړي ، د ورځي يي څو واره خوراک کړی ، ددوی په بوټونو کې څو غارونه  وو یا يي هم د تورو پوښونه څومره شکیدلی وو ، فاتح یوازي فاتح وي .
کابیني چي کله د ګولډ اميئر دلائیل واوریدل ، د نوموړي په وړاندي يي وسله کیښودله او له امریکا سره د وسلي د اخستلو پریکړه وشوه ، وروسته بیا په دې وسله اسرائیلو عربانو ته ماتې ورکړه .
له جنګ څخه ډیره موده وروسته د واشګنټن پوسټ نماینده له ګولډ میر سره مرکه وکړه ، په مرکه کې يې لومړی ځوال دا ځنې وکړه چی له امریکا څخه د وسلو د اخستلو  لپاره ستا په په ذهن کې چې کوم فکر وو دا سمدستي ذهین ته درغلو او که دې له مخه په دې خبره فکر کړی وو ؟
ګولډ میر ورته ځواب ورکړ ، ما دا ځواب د خپلو دښمنانو یعنې د مسلمانونو د پیغمبر له تاریخ څخه زده کړ ، ما چې کله د محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند تاریخ وکتلو ، کله چې نوموړی وفات کیدلو د څراغ د تیلو لپاره ورسره پیسې نه وي ، مګر د حجري په دیوالوانو يي ۹ تورې را ځوړندې وي ، ما چي دا وقعه مطالعه کړله دا سوچ مې وکړ چې په دنیا کې به څومره خلګ د مسلمانانو د هغه وخت له کمزورې اقتصاد څخه خبر وي ، مګر په دې ټوله نړۍ پوهیږي چې مسلمانان د نیمې نړۍ فاتحین دي، نو ځکه ما فیصله وکړله چي که زه او زما قوم تر کلونو پورې وږی پاتي کیږي یا هم د مسلمانانو په څیر د پخو کورونو په ځای په خیمو کي و اوسیږي هم د وسلي د اخستلو سودا به کیږي تر څو  د هغو مسلمانو په څير  د فاتح ولس نوم وګټو چا چي نیمه نړۍ فتحه کړله . مګر نن دوی خپله تاریخ هیر کړئ په دي ډول مونږ د فتحي یوه چانس لرو .
 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button