دسولې خبرې که په حکمتیارصاحب سیاسي کودتا

 عطاءالله مبارز

له څه مودې څخه دحزب اسلامي او د کابل د ادارې لخوا د سولې خبرې پیل شوې.

پرون د سولې په خبروکې د حزب اسلامي استازي انجینرامین رسنیو ته وویل چې ښاغلي حکمتیار د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو له شرط څخه تیرشوی، که ریښتیاهم همداسې وې نو د بهرنیوعسکرو دوتلو له شرط څخه تیریدل دحزب لپاره یوکیلدې شرط و فکرنه کوم چې نور داسې کوم جدې اختلاف د کابل له ادارې سره ولرې خوحیران یم چې حکمتیارصاحب ۱۴کاله مخکې دکابل ادارې ته نه ورتللو نن څنګه هغه شړیدلې ریژم ته ورځې چې دسقوط له جدې خطرسره مخ ده .

دلته ددوه مهمو ټکو ذکر کول اړین بولم له څومیاشتو راهیسې دڅلور اړخیزو غونډو په نوم دامریکا، چین، پاکستان او افغانستان لخوا دسولې دخبرو دپیل کولوپه نوم یوه لوبه په کار اچول شوې چې څوغونډې یې په کابل او اسلام ابادکې ترسره شوې په وروستۍ غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوه پاکستان ټټر وډباوه چې دکابل دحکومت وسلوال مخالفین خصوصاً طالبان به دسولې خبرو ته اماده کوې خوله ډیروهڅو وروسته هم په دې ونه توانیدچې طالبان دسولې دخبرو لپاره دکابل ادارې سره کینوې.

طالبانو په خپلوشرطونو ټینګاروکړ اودسولې دخبرو لپاره یې یوځل بیادخپل رسمي ادرس قطردفتر یادونه وکړه اوله څلور اړخیزو غونډویې ناخبرې وښوده پاکستان مجبوراً اویادنړيوالو دغولولو لپاره حزب اسلامي رامخکې کړ.

حزب خپل استازې کابل ته ولیږل اودا ده دفریقینو لخوا په روانوخبروکې دپرمختګ خبره کیږې.

دوهم ټکې داده چې حکمتیارصیب اوس سپینږیرې شوې له کلونو راهیسې دزومانو اوزامنو لخوا ترسیاسي کلابندۍ لاندې ده کله داشغالګرو په موجودیت کې دانتخاباتو دجواز فتوا ورکوې، خپل کاندید رامخکې کوې ملاتړیې کوې له افغانانوغواړې چې رایې ورکړې کله چې یې کاندید ناکامیږې بیایې له ملاتړه لاس اخلې او وایې چې داده نوموړې خپله پریکړه وه موږترې نه یوخبر، اوس یې دحکمتیارصیب په نوم، سابقه، څلویښت کلنه مبارزه اوپه ټوله کې دحزب په ارمانونو معامله پیل کړې.

دوې به ممکن فکرکوې که حکمتیارصیب وفات شو بیاورته څوک دومره اهمیت نه ورکوې نوراشه دنوموړې په ژوند ورڅخه ګټه واخله اوځان یومقام ته پرې ورسوه چې په دې صورت کې بیا دې ته سیاسي کودتا وایي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button