شعر / بسم الله حیدری جان
سـتـــاغروربـــه زمــاتـــورې تـه سـلام کـړي
داسـې ورک به دې په غرونوکې ګمـــنام کړي
دپګــړۍ سـیـوری مې ستـــــا په ماڼۍ پروت دی
یــوه ورځ به درتـــه غــګ جاءالاســــلام کړي
چه زمـــونګ دکــــورانګړته پــــــه زور راشــي
اســـتقبال یې عــزرایل علیــه الـــسلام کړي
ماشــــومان موویشــــتندي دټوپــکــو دي
ځان ته اس پـــه طبـــیله کې پخـپل نــام کړي
زمونــګ پیــغلو دننــــګ داسـې مـــیدان وړی
په یوه ټپـــه ذلــــیل غلیــــم ناکـــــام کــړي
هغـــــه میــــنه مینـــه وي حیـــــدري جــانه
چه دې اوریــادې لــوګی یادې اعــــدام کړي















