کندز او طالب جان

کابل ټکی کام۳۰حمل/۱۳۹۵، لیکنه: بدر منهاج
په عمري اُفق کې د کندز له ځلېدو وروسته له هر سپيڅلي احساس سره دا خوږه تلوسه مل ده، چې ولې کندز او طالب جان له يو بل سره مينه لري؟ ولې د رقيبانو او غمازانو له زيار سره سره له يو بل نه بيلتون او پرېکون ته غاړه نه ږدي؟
ځواب يې د لمر په څېر روښانه دی. کله چې د هېواد په شمال کې طالب جان د ارتودوکسی کليسا او ګرګينيانو په دسيسه د غدر ښکار شول، کندز خپله غېږ ورته پرانیستله، په خپله نازولې غېږ کې يې للو للو کړ، د زړه مينه يې ورکړه، او ډير زر کندز د طالب جان په لاس د جوړ اسلامي امارت د غرور هسک منار وګرځېد.
کله چې طالب جان د کندز غېږ پرېښوده، بيا د غدر له تاړاکونو سره مخ شو، نو ولې به کندز او طالب جان له یو بل سره مينه نه پالي؟
په تېره يوه نيمه لسيزه کې کاتوليکې کليسا کوم منتر پرېنښود، چې پر کندز يې نه وي چف کړی، د هټلر لمسيانو ته يې د کندز او طالب جان په مينه کې د غمازۍ دنده ورکړه، خو د دوهم نړيوال جنګ په پرتله يې د سر پرهرونه زيات ؤ، او مايوسه وتښتېدل.
د کندز او طالب جان نننۍ مينه هغه پرونۍ مينه ده. له کندز نه طالب جان زړه وړی، او له طالب جان څخه کندز.
نن هم د طالب جان قدمونه د کندز زرغون آبدان ښکلوي، ارجال او اقتاش يې لاس په نام ورته ولاړ دي. يارګنک يې په مخ کې ځان سپر نيولی، توپخانه د مينې خوږ احساس ورکوي، ډګر او هر بندر يې استقبال ته ځان سينګاروي.
دا د مينې تړاو پوخ تړاو دی، دا مينه په سپيڅلو وينو خړوبه شوې، دا مينه زرغونه شوې، نمو يې کړې او د لوړاوي په مدارجو لوړه روانه ده.
دا مينه د سرونو د نذرانو مينه ده.
(منهاج) الله ته لپه نیسي:
يا الله! ته دا مينه له بد نظره په امان کړې.
يا الله! نيمګړې نيمه خوا يې مکړې.
يا الله! تر مراده يې ورسوې.
يا الله! د دې مينې د سر سړی اتل ملا سلام تل ژوندی او بريالی لرې.
يا الله! ته يې د منصور جانان له څنګ څخه کم مکړې.
يا الله! ته د دوی په لاس په ټول هېواد او ځورېدلي ولس د اسلامي نظام د واکمنۍ او آزادۍ ريښتونی اختر راولې.
آمين يا رب العالمين.
