اوبو اخیستی هر بوټي ته لاس اچوي

ډاکټر آصف

د ژمي د سړې هوا په پای ته رسېدو سره د تېر کار په څېر طالبانو یو ځل بیا د کندز ولایت د محاصرې کړۍ تنګه کړې ده ، او ورځ تر بلې مخ پر وړاندې روان دي، او جګړه ورځ په ورځ سختیږي، جګړه د شپږو ولسوالیو نه پیل شوې ده، چې هره ورځ دواړو خواو ته په لسګونو خلک وژل کېږي،او ټول سیاسي مبصرین، حکومتي چاوراکي، طالبان او کندز عام خلک ټول د دې احتمالي سقوط وړاندوینې کوي او په دې اند دي چې د کندز ولایت به د طالبانو په لاس یوځل بیا ډېر زر سقوط وکړيد.

د کندز ولایت د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي هم په همدې مشن د کندز څخه کابل ته راغلی او کوڅه په کوڅه د مربوطه او غیر مربوطه مسؤلینو دروازې ټکوي څو د کندز د احتمالي سقوط په اړه خبرداری ورکړي څو په مخنیوي کې یې ورسره جدي ملاتړ وکړي، خو دولتي چارواکي د خپلو نشو او تماشو له امله د هغه شکایتونه د تېر کار په څېر ډېر په بې اعتنایۍ سره اوري او هیڅ عکس العمل نه ښېې.

دولتي مامورین هم د کندز د ولایتي شورا په مشر تور لګوي چې نوموړی په داسې وخت کې د امنیتي ارګانونو د غفلت نه سر ټکوي چې اوبه له ورخه په تېرېدو شي هغوی وایي چې د کندز د تېر کال د سقوط نه تر ننه پورې ایوبي صیب د فیل په غوږ کې ویده و، خو چې کله د جنګ آسونو د کندز دروازې وټکولې نو اوس یې په کابل کې دولتی مسولینو ته د امنیتي ارګانونو نه شکایت وړاندې کړ او وایي چې: په کندز کې د امنیت لپاره عملي کار ندی شوی.

د کندز د ولایتي شورا مشر چې په کابل کې یې له لوړ پوړو چارواکو سره کتل په ډېر هیجاني ډول سره یې دا خبره ډېره په شد او مد سره تکراروله چې: که د کندز ولایت ته جدي پاملرنه ونشي نو  له کندز نه شمالي وزیرستان جوړیدی شي.

محمد یوسف ایوبي چې کله د چارواکو له بې اعتنایۍ نه بیخي نا امیده ښکاریدو او د صبر او زغم کاسه یې نوره ډکه شوې برېښیده نو بالآخره یې له خولې ووتل چې: بس که د کندز ولایت غم کوئ ډیره ښه ده او کنه نو په دې پوه شئ چې د کندز سقوط د شمال د سقوط په معنی دی او د شمال سقوط د ټول افغانستان د سقوط په معنی دی.

د دولتي چارواکو د همدغه ډول ژورو اختلافاتو او بې سارې غفلتونو او بې اعتنائیو، فساد او اختلاس د اوج ته د رسیدو له امله امریکا دغه دولت ته د ۲۰۱۶ کال تر پایه چانس ورکړی دی چې یا خو دغه اختلافات، فساد، اختلاس، غفلت او داسې نورو کې اصلاحات راولئ کنه نو نور امریکا او نړیواله ټولنه نشي کولای چې په افغانستان کې د نور جنګ لپاره خپله انرجي بې ځایه ضایع کړي.

سره له دې چې اوس د ۲۰۱۶ څلورمه میاشت هم په ختمېدو ده، د دولتي چارواکو په اصلاحاتو یو ډول څرک هم نه لېدل کېږي او د نشت په حساب دي، په اختلافاتو، فساد، اختلاس، او د مسؤلیت د نه احساسولو د غفلت په خوب کې غرق دي. نو لکه څنګه چې نن د کندز د ولایتي شورا رئیس د کندز د سقوط د سمندر اوبو اخیستی او هر بوټی ته په داسې وخت کې لاس اچوي چی هیڅ درد یې نشي دوا کولای، همدغه ډول د دې ډېر احتمال شته چې د ۲۰۱۶ کال نه وروسته به دولتي لوړ پوړي چارواکي هم ده ته په ورته اقدام لاس پورې کړي او د نړیوالو د هر هېواد دروازي به وټکوي خو هیڅوک به بیا ورته دروازه خلاصه نکړي. او د سیند اخیستي په شان به هر بوټي ته لاس اچوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button