په ژړا کې خندا

ډاکتر عبدالهادي حماس

په كورنيوتپل شويوجګړوكې ډېرخلك زموږله سيمې څخه د دښمن مقابلې ته لاړل!په دې كسانوكې يوهم جانوګل اكاوه!هغه نورالدين دپيسوپه بدل كې دځان په ځاى لېږلى وه!جانوګل اكا غرېب اوبې وسه وه!دبل كارنه وه!نوځكه ئې دغه تګ دځان لپاره غنيمت ګڼلى وه!

جانوګل اكادجګړې لمړي خط ته ورسېد!دجنګ قوماندان چې دجانوګل اكاكليوال وه ټول كسان ئې په پوستوباندې ووېشل او په دې ترځ كې ئې جانوګل اكاهم يوې پوستې ته واستاوه! دپوستې كسانويوه هم له جانوګل اكاسره ستړي مه شي ونه كړه!نوځكه دى وروړاندې شواويوه،يوه كس ته ئې لاس وركړ! خوپوسته وال په خپلوكې سره وبوږنېدل :لكه چې اسدكاكاپه تنګ شوى ده چې اوبه راوړي نوهم له موږسره ستړي مه شي كوي!جانوګل اكاددوى په خبره پوه نه شوخولږشېبه وروسته چې اسدكاكاهم له اوبوسره راورسېداوبياټولوپوسته والوپه حيرانۍسره دواړوته په ځير،ځيرسره وكتل!جانوګل اكاوااسد كاكاكټ،مټ يوه بل ته داسې سره ورته وه چې هېڅ فرق ئې نه كېده!لږوروسته چې دپوستې كسانوداومنله چې دواړه بېل،بېل كسان دي نوبيادپوستې قوماندان دټوكوپه ډول وويل :كه خداى مكړه په دوى دووكې كوم يومړشي نوڅنګه به ئې توپيرسره كوو!؟جانوګل اكاچې اسدكاكاته وكتل نودى هم ورته حيران شوځكه چې اسدكاكادځان فوټوكاپي ورته ښكاره شو!اسدكاكا چې وخندل نوجانوګل اكاپه ځيرسره ورته وكتل اوبيائې نورو ملګروته وويل :زمااودهغه ترمنځ يوتوپيرشته!اوهغه داچې د اسدكاكالانديني غاښونه لوېدلي اوزماپاسني!!اودا زموږ تر منځ غټ توپيرده!دوى لاپه همدي خبروبوخت وه چې دښمن پر پوستې حمله وكړه اولږوروسته اسدكاكاپه سرولګېده اوځاى پرځاى مړشو!!ورو،وروجګړه ګرمېدله اولږوروسته جانوګل اكا هم ټپي شواودپوستې پاتې كسان هم ټول له منځه ولاړل!كله چې مرستندوى كسان پوستې ته ورسېدل نوجانوګل اكائې روغتون ته يووړخودجانوګل اكايوكليوال چې پوستې ته ورغى نود اسدكاكاپه مړي ئې دجانوګل اكاګمان وكړ،موټرئې ورته راغوښت اواسدكاكامړى ئې باركړ!!.

دجانوګل اكاورور،ميانه ګل دشفتلې له پنډې اولورسره كورته روان وه چې دسړك پرسرپه ولاړامبولانس كې ئې سترګې ښخې شوې!له پنډې سره ورروان شوخولاامبولانس ته نه وه رسېدلى چې يوكليوال ورته راوړاندې شو،ميانه ګل ته ئې په غمګين نظروكتل اوبياپه داسې حال كې چې سترګې ئې ځمكې ته اچولې وې په خبروراغى :ميانه ګل اكا!دخداى رضااوعمرمومنلى!ټول مرو!خوبايدزغم ولرو!جانوګل اكاشهيدشوى دى!!دميانه ګل اكاله پښواولاسونوساه ووتله! دشفتلې پنډه اولورپه ځمكه ترې ولوېدل!اوپه وارخطايي سره ئې دامبولانس په لوري منډې كړې اولږشېبه وروسته دميانه ګل اكاپه كوركې هم دويرنغارې پيل شوې اودجانوګل مړى!ئې ژاړه!له ټولوډېره دميانه اكاپېغلې لوربدحال جوړكړى وه!(وه زماارمانجنه تره!ته چاووژلې!ته چاداسې په سرووينوكې راته ولمبولې! وه خدايه داموږغريبان دې ليدلي يو!خدايه زماارمانجن تره دې ولې داسې ژرراڅخه واخيست!دهغه خولا..)لږوروسته دكلي ښځې هم په چيغواو ژړاووراورسېدې اودجانوګل اكاورېره به په وارسره هرې يوې ته ورغاړې وته اوبيابه ئې وير پيل كړ(وه ترورې!تره مې مړده!هغه چې سهارراڅخه ته نوورته ومې ويل چې مه رانه ځه!والله كه روغ راشې!نن مې هډونه خبروه!كارته مې هم لاس نه ټيټېده!وه ترورې خوهېڅ مې دلاسه نه كېده!له سهارراهيسې مې خواشنه وه!داده اوس ئې په نتيجه پوه شوم!.

ميانه ګل اكاهم په ويركې له لورنه كم نه وه(اى زماګرانه وروره!وازخوزماوه خوته ولې راڅخه ړومبى شوې!سترګې دې هم لوڅې دي !بښيندن غواړې!؟مابل حلال بښلى ئې!!..)

ځينې كسان دقبركيندلولپاره ولاړل،ځينې دخلكوپه خبرلوپسې سرشول اوځينې دلخڅوپه جوړولولګياوه!دجانواكا يوه بله واده شوې ورېره هم راورسېده اوهغې هم دخپل تره په مړي ويرپيل كړ!خوښه شېبه وروسته ئې ورو، ورو دحيرانۍنښې په څېره كې راڅرګندېدې اومړي ته ځيركېدله اوبيالږشېبه وروسته بهرته راووتله اوپه ژړاكې ئې وخندل!!له سترګوئې اوښكې تويولې خوپه شونډوئې دخندانښې وې!دهغې په دې عمل له خلكوسره ډول،ډول پوښتنې پيداشوې!چابه ويل چې عصبي حمله ور باندې راغلې ده اوچابه ويل چې نه هغه لېونۍشوېده خو داوخت هغې په زوره غږوكړ :اى ،هاى خلكودامړى دجانوګل اكا نه دى! داكوم بل څوك ده!!خلكوپه ناباورۍسره ورته وكتل خو هغې په خنداسره خپلوخبروته دوام وركړ :قسم ده چې دازمادتره مړى نه ده!زمادتره پاسني غاښونه لوېدلي وه اوتاسوټولوته داڅرګنده وه خوددې مړي پاسني غاښونه ټول په ځاى دي!كه باورمونه راځي نوپخپله ئې وګورئ!دادكوم بل چاى مړى ده!هله ژرهغه زموږله كوره وباسئ!دابل څوك دي!!؟؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button