دچا غچ؟؟؟؟؟ / فـــاتح نــــوري

پرون دپيښي وروسته اشرف غني وويل چي دقربانيانو دوينو دهرڅاڅکي غج به له طالبانو اخلم،که رښتياهم اشرف غني د اولس غمخوار واى نو داترننه يې ولي د غچ اخيستلو جذبه مړاوې وه؟
داپرون چي په کنړ،پکتيا،پنجوايي ،کندز او نورو ساحوکي قصداً ښځي سپين ږيري او ماشومان په ډرون حملو، شپينيو چاپو، ړندو توپونو،او آن مخامخ ډزو کي په شهادت ورسېدل کلي کنډوالې شول او له مساجدو مقبرې جوړي شوې ولي يې دغه دغچ لفظ په خوله کي نه جوړېدى، هغه په هلمند کي دواده پرمراسمو دبريد سلګونو سياسرو اوماشومانوقربانيانو دومره حق هم نه درلودى چي صرف دغچ اخيستلو آوازه خپره شي؟
داپرون چي مرادعلي مراد په بغلان کي قتل عام کاوو او په لسهاٶ کورونه يې ويجاړ کړل ستا مړه ضمير ولي دغچ آواز ونشو کړاى
اياته په رښتيا د اولس غچ اخلې؟
دزرګونو افغانانو قاتل چي ترپرونه يې په فارياب اوجوزجان کي عام وژنه اولوټماري کول او لاهم دافغان په وينو موړ نه دى بياهم دافغان وژني لپاره مټي رانغاړي او ستاترڅنګ ناست دي ستا مرستيال او معاون دى،کله دي هم ددغه ظلم په جواب کي يو وار سترګي ورته برګي کړې؟
دچاغچ؟؟؟
دافغان اولس غچ اخيستل ډېر آسانه دي؛ دهغوى قاتلان ټول ستا پر شاوخوا ناست دي، خو اولس لاويده نه دى، ټول پوهيږي چي ته نه دغچ اخيستلو توان لرې اونه د اولس خواخوږي؛ بلکه ته هغه آله يې چي متحده ايالات غواړي دخپلو عسکرو اوغلامانو غچ په تاباندي واخلي؛ دافغان اولس غچ به هغه چا اخيستى وي چاچي دپرون دبريد تابيه نيولې وه،چاچي دافغان اولس څخه دنوکانو ايستونکي په سزا ورسول، اوچاچي دزرګونو لغتو،کېبل وهنو،برق شارتونو،او شکنجو عاملين په نښه کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button