(سرلیکنه)
په هېوادکې دسولې په اړه څلوراړخیزې کمیټې ترخپله وسه او توان پورې هلې ځلې وکړې خو څه ښې پایلې ېې ترې ترلاسه نکړې آن تردې چې امریکا،چین ،پاکستان او افغانستان له هېوادونوجوړې څلوراړخیزې کمیټې ژمنه وکړه ویې ویل که کوم طالب وسلوال سولې ته حاضرنه شول پرخلاف به یی قدم هم پورته کړو.
خپله دولت او اولس چې هره ورځ دیوې مرګونې پیښې اوناورین سره مخ کیږي سولې او دڅلوراړخیزې کمیټې هلو ځلو ته ېې زیاته لیوالتیاښوده؛ متاسفانه دسولې پروسه له واورو هم سړه شوه.
دملي یووالي حکومت چې دمخه ېې هم داحال په خپل برخلیک کې لیده دملګروملتونو دامنیت شورا، دسیمې له هېوادونو، دروسیې ترڅنګ له چینه ېې هم وغوښتل چې دافغانستان دروان بحران دحل او دسولې په راوستلو کې مرسته وکړي چې ددې هلوځلو په دوام دملي امنیت سلاکار حنیف اتمر تیره ورځ چین ته سفر درلود او دچینایی چارواکو سره یې دافغانستان دسولې په اړه لیدنې کتنې وکړې.
چین دافغانستان سره دښه ګاوانډيتوب سابقه لري، پرافغانستان باندی ډیرو یرغلګرو تیري وکړل خو چین دافغانستان سره دخپل ښه ګاوانډیتوب له مخې پرافغانستان کوم تیری یاسرحدي سرغړونه نده کړې افغانستان چی د جیوپولیټکس سیاست له مخې باید دټولو ګاونډیانو او دسیمې له هیوادونو سره ښې اړیکې ولري دچین سره ېې ښې اړیکې ساتلې دي په افغانستان کې تریوه حده ځینې هېوادونو لاسوهنې وکړې خو چین پداسې حال کې چې روسان په ۱۹۸۹کی له افغانستانه ووتل هرهېوادته دلاسوهنې زمینه برابره وه چین کومه لاسوهنه ونکړه ځکه خو افغان اولس دافغانستان په اړه دچین له سیاسته رضایت لري او داهیله لري چې چین به دافغانستان دسولې په اړه خپل دښه ګاونډیتوب کردار اداکړي.
اوس چې دملي امنیت سلاکار حنیف اتمر چین ته په سفر ولاړ داهیلې راپیداشوې چې که چین ددولت او طالب مشرانوترمنځ دمنځګړتوب هلې ځلې پیل کړي ګوندې که الله تعالی دافغان جګړوځپلی اولس ارمان دسولې په راتلو سره پوره کړي.
دامهال دهېواد په ټولو ولایاتو کې جګړې روانې دي دکورنیوچارو دوزیرپه وینا هیواد یې دیوه سخت بحران سره مخ دی او یواځې کندز نه بلکه دیوشمیر ولایاتو دسقوط امکانات هم شته چې که په همدې ډول سره جګړې دوام ومومي نو دننګرهار،غزني ،خوست،بلخ، جوزجان،فاریاب ،بغلان او هلمند په ولایاتوکې نه مهار کیدونکې جګړې روانې دي چې په داسې حالاتو کې دچین منځګړتوب ته زیاته اړتیاده .
چین نه یواځې داچې دافغانستان سره دښه ګاونډیتوب سابقه لري دپاکستان سره ترنورو هېوادونو دوستانه اړیکی هم لري ، چین کولای شي لومړی پاکستان سره دافغانستان دسولي په اړه مشورې وکړي ددولت او طالبانو ترمنځ دمذاکرتو لپاره زمینه برابره کړي او بیا دنورو ګاونډیو او سیمې دهیوادونو په مرسته په افغانستان کې دتلپاتې سولې لپاره قدم پورته کړي او دافغانستان په اسمان دسولې لمر را وخیژي.
















