هلمند هم د کندز په سرنوشت به اخته شي

ع.اسدخیل

د کندز په تعقیب دادی د هلمند د خلکو چیغې هم پورته شوې، د هلمند وضعیت خراب شو، سره له دې چې د هلمند ولایتي چارواکي ادعا کوي چې په تېرو دوه اونیو کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د سنګین او لشکرګاه ولسوالیو ترمنځ لویه لاره د مخالفینو څخه وژغورله او د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه، او زیاتوي چې دغه لار د ۹ میاشتو راهیسې د دولت د مخالفینو لخوا تړل شوې وه.

په داسې حال کې چې د هلمند ولایت د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل بیا د دغې لار د امنیت په هکله اندیښنه څرګندوي او وایي چې دا لار اوس هم له خطر نه ډکه ده.

همدا راز د هلمند ولایت د ولایتې شورا رئیس په تایید په مشرانو جرګه کې د هلمند ولایت استازي محمد هاشم الکوزي  هم دغه لار ډېره خطرناکه وګڼله او د ولایتي مسؤلینو دغه ادعاګانې یې درواغ وګڼلې او زیاته یې کړه چې دغه مسؤلین چې څه وایي هیڅ حقیقت نه لري ځکه چې په دغه لار باندې یواځې نظامي قطارونه تللی شي او هغه هم د دغې لارې نه وراخوا په یوه متبادله لاره ځي، او د عامو خلکو په مخ دغه لار اوس هم تړل شوې ده، هغه وایی: خلک اوس هم د خطر له ګواښ سره مخ دي، او نظامي قطارونه هم نیغ په دغه لار تګ نشي کولی بلکه د لواء په سر د امان الله له لوري ځي، او یواځې په دغو ځایونو کې یې یو شمير پوستې ځای پر ځای کړي دي، نو ځکه د دوی اوسني نظامی عملیات مطلق ناکام دي، ځکه چي دوی یواځې د عامو خلکو کورونه نړولي دي، فصلونه یې ورته تباه کړي دي ښځی او ماشومان یې وژلي دي او یو زیات شمیر کورنۍ یې په کډو کولو مجبور کړي دي. د دوی له جګړو نه بی شمیره کډې د هلمند ښار ته رسیدلي دي چی هلته په ډیر بد حالت کې شپې ورځې سبا کوي او هیڅ څوک ورسره مرسته هم نه کوي.

د مشرانو جرګې دغه استازي زیاته کړه چې له ولسمشر اشرف غني سره یې په مکرر ډول مجلسونه کړي دي، خو اشرف غني چی په خوله څه وایي په عمل کې یې هیڅ هم نه لیدل کیږي، د هلمند اولس په ډېر سخت حالت کې قرار لري، د دغه ولایت ډیری مسؤولین د پخوا په څیر لا هم په فساد کې ښکیل دي، آن تر دې چی له خپلو هغو سربازانو نه چې خپل سرونه یې په لاس کې نیولي دي د پیسو غوښتنې کوي، نو ځکه د سربازانو مورال ورځ تر بلې کمزوري کیږي او مخالفین ورباندی برلاسي کیږي.

د هلمند ټول ولسونه له فعلي ولسمشر نه بیخي ناراضه دي، ځکه چې د خپل حکومت په تیر یونیم کال کې یې نه هلمند ته کوم سفر وکړ، نه یې د ولسونو له مشرانو سره لیده کاته وکړل، نه یی دهلمند د حال پوښتنه وکړه، او نه یی د دغو خلکو غوښتنو ته غوږ کېښود.

الکوزي په  ډاګه وویل چې که هلمند ته جدي پاملرنه ونشي، اداري فساد له  مینځه ولاړ نشي او په نظامي ارګان کې اصلاحات رانه وستل شي، نو هلمند به د کندز په سرنوشت اخته شي او له حتمي سقوط سره به مخ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button