پر ګران هېواد د روسي او امریکايي یرغل ترمنځ توپیر

لیکوال : مصلح افغان .
که څه هم روس اوامریکا دیوه خره دوه غوږونه دي له اسلام او مسلمانانو سره په دښمنۍ کښې ترنوروهیوادونو مخکې دي خوبیاهم دوی په خپل منځ کښې په عقیدوي سیاسي اوجغرافیایې ډګر کښې ډېرې ستونزي لري روسان دعقیدې له نظره دهریان (دهیڅ آسماني کتاب اوپیغمبر پیروان نه دي ) دخپل زور قوت اوظلم په کارولو سره غواړي ځینې هیوادونه ترخپل اغیزلاندې راولي دهیوادونو په اشغالولو کښې یواځې له بوځې لارې څخه کاراخلي . خوبالمقابل امریکایان هغه څوک دي چې ځانونه اهل کتاب ( دآسماني کتاب اوپیغمبر پیروان ) بولي دوی دهیوادونو داشغال دپاره دپوځې یرغل ترڅنګ نورې ډېرې لارې په کاراچوي دوی دهیوادونو په پرتله دفکرونو اشغالولوته ډېره پاملرنه کوي ځکه مونږ ګورو چې ډېر اسلامي هیوادونه په فکري لحاظ ددوی له خوا اشغال شوي ددوی دخوښې نظامونه هلته شتون لري . فکري اشغال دپوځې اشغال په پرتله په کموتلفاتواوکمو مصارفو خوراخطرناک اودمقابلې لپاره یې ډېرې اوږدې مبارزې ته اړتیا ده دپوځې اشغال سره ملیتونه حساسیت لري په وړاندې یې راپورته کیږي خوکله چې فکرونه اشغال شي غیرتونه ووژل شي یرغلګرو اواشغالګرو ته ددوستانو په نظر کتل کیږي خپل عزت دهیواد پرمختګ دهغوي سره په دوستۍ کښې وینې دخلکو پام دمعنویاتو په ځای دمادیاتو په لور واوړي ملتونه دشهوت اوغفلت په خوب ویده شي .
روسانومخکې له دې چې دخلکو په ذهنونو کاروکړي فکرونه اشغال کړي دامریکانو په څیر په درواغو وعدوخلک دوکه کړي یواځې دزور ظلم اووحشت اوپوځي یرغل په بڼه یې ددغه هیواد داشغال دپاره میدان ته راودانګل چې په لومړي سر کښې افغانانو په تش لاس له دوی سره مقابله شروع کړه نړیوالو یوڅه وخت دغه لوبه وڅارله ځکه دهغوی په ګومان په تش لاس دسورلښکر سره چې ځان ته سوپر طاقت ویل مقابله ناشونې وه خوکله یې چې دافغانانو میړانه اوقرباني ولیدله نودمرستې اوهمکارۍ لاس یې وراوږد کړ دامریکا په شمول ډېرو عربی هیوادونو په پوره پیمانه مالی اوپوځې کومکونه وکړل چې له امله یې ځینې ګاونډي هیوادونه له موقع څخه په ګټې اخستلودقوی پوځ اواټمي وسلو خاوندان شول مجاهدین په مختلفو ډلو اوتنظیمونو وویشل شول خوله دې هرڅه سره سره افغانانوپه پوره میړانه دغه مغرورکافراوظالم لښکر له شرمیدلی ماتې سره مخ کړ . په ډير افسوز چې مجاهدینو ونه شوه کولای دیواسلامي خپلواک حکومت په جوړولو دشهیدانونه ارمانونه پوره کړي دوی دقدرت په سر په خپل منځ کښې سره په جنګ اخته شول په دې وخت کښې نړیوالوهم افغانان یواځې پریښودل هیواد یو ځل بیا دمجاهدینو ترمنځ دجنګ په ډکربدل شو په دې وخت کښې په هیواد داسې ظلم اووحشت ترسره شوچې قلم یې لیکلو څخه شرم کوي . ددغه حالت په لیدلو سره دملامحمد عمر په نوم یوطالب دیوڅونوروملګرو سره یوځای دخلکوپه غوښتنه دشر اوفساد په وړاندې مبارزه شروع کړه دوی په لمړې سر کښې ددومره لوی مبارزې هوډ نه درلود خوداسلامي نظام امنیت اوسوکالۍ تږي ملت ددوی دغه مبارزه بدرګه کړه په پوره میړانه ددغه اسلامي تحریک ترڅنګ ودریدل تردې چې دهیواد ۹۵ سلنه خاوره له شر اوفساد څخه پاکه اودشرعي نظام په وړانګو روښانه شوه . له همدې ورځې چې کله دافغانسان ملت دازادۍ سوکالۍ اودشرعي نظام په سورې کښې دآرام ساه واخسته دنړۍ کافرانو ددې نظام دپرځولو دپاره دبهانو په جوړلو پیل وکړ تردې چې خبره په ګران هیواد پوځي یرغل ته ورسید .دځنیې جهادي رهبرانو له خوا دغته وحشي یرغل ته مشروعیت ورکړل شوله یرغلګرو څخه یې په دې مظلوم ملت دلویو بمونو دغورځولو غوښتنه وکړه .
که څه هم روسانوامریکایانوته دخپلو ترخو خاطرو په وریادلو سره دیرغل دنه کولومشوره وکړه خوبیاهم دوی ویل چې مونږ دروسانو له یرغل څخه ډېرڅه زده کړی زمونږیر غل بیله بڼه لري . امریکانو هم دخپل ټول زوراوتوان په کارولو سره دروسانو په ډول وحشتونه ترسره کړل په افغانانو یې داسې په فساد ککړ حکومتونه یوپربل پسې دډمکراسۍ په نامه وروتپل چې نه دملت په درد دوا شول اونه یې دهیوادد آبادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړ . په ملیاردونو ډالر په هیواد کښې تس نس شول دهیواد مهم ښارونه اوس هم دڅوورځو دبارانونو په پایله کښې په دریاب بدلیږي . ملت چې داهرڅه دسر په سترګو ولیدل یو واربیایې دهیواد اصیلو بچیانو ( طالبانو ) ته دهیواد دژغورلو وړاندیز وکړ چې دوی هم په پوره میړانه مقابلی ته راودانګل . امریکانو که څه هم دروسانو له ترخو تجربو څخه ډیر څه زده کړی وه اودډيرو ډالرو پوځیانو اووسلو په کارولو سره بیاهم ونه توانیدل چې دغه تش لاس خوپه اسلامي عقیده سمبال دملت له پوره ملاتړ څخه برخمن مجاهدین مات کړي .
دادی مونږ ګوروچې ورځ تربلې د الله رب العزت په پوره نصرت اودملت په قوی ملاتړسره په هیواد کښې اسلامي لښکر مخ په وړاندې روان ده . لکه څرنګه چې دروسانو اومریکایانو دیرغل ترمنځ پوره توپیر ترسترګو کیږي همدارنګه ددې دواړو یرغلونو په وړاندې مبارزه اومبارزه کونکي هم سره توپیر لري . دروسانو په وړاندې جنګیدونکي مجاهدین که څه دنړۍ له پوره ملاتړ څخه برخمن وو خودعلم تقوی امانتدارۍ په وسله دومره سمبال نه وه دهغوی مشران دمادیانو اوڅوکۍ په هوس کښې په مختلفوډلو وویشل شول تردې چې په خپل منځې جنګ کښې ښکیل شول . خوداوسنې جهاد اومبارزي اتلانو په وړاندې ټوله نړۍ یو لاس شوې دځمکې په سر هیڅ یو هیواد ددو ی ملاتړ کوونکی نشته . خوبیا هم دوی دجهادي رهبرانو له ترخو تجربو څخه ډیر څه زده کړي اودخپل امارت په وخت کښې یې هم ملت ته ثابته کړي چې مونږ یواځې داسلامي نظام دپاره مبارزه کوو مونږ دخواهشتاتو، قدرت اوڅوکۍ عاشقان نه یو دطالبانو دواکمنۍ هیڅ یو لوړپوړی چارواکی په کابل اویا دهیواد په بل ښار کښې نه شخصي کوراونه تجارتي شرکتونه اونه هم لوړپوړیزي ودانۍ لري سره له دې چې دپخواني جهاد وړوکي قمندانان هم ډېر لوی جایدادونه کورونه شرکتونه اوبلند منزلونه لري . دایو داسې حقیقت ده چې هیڅوک هم ورڅخه سترګې نه شي پټولی . داسلامي امارت دمخکښ امیر المؤمنین ملامحمد عمر رحمه الله دوفات څخه وروسته دنړۍ اوهیواد په کچه دښمنانو خورازیات کوښښونه وکړل ترڅو طالبان په مختلفو ډلو وویشي خودوی ترهرڅه زیات دخپل صف وحدت دپاره کاروکړ ځکه دهیواد ددې ټولو ناخوالو یواځنی لامل دجهادي رهبرانو ترمنځ اختلاف اوجنګونه وه چې ترننه یې ملت دغم په ټغر کینولی که څه ځینې مغرض کسان چې دخپلو شومو اهدافو دپاره یې دامارت په صف کښې ځای نیولی وه دمنافقت اواختلاف هڅه وکړه خولله الحمد مونږ ګورو چې دپوره ناکامۍ اوشرمنده ګۍ سره مخ شول . امریکانو اودنړۍ نورو کفري هیوادونو که څه هم دروسانو له شکست څخه ډیر څه زده کړی وه زیات ډالر اوپرمختللی وسلې ویې وکارولې . خوالهي نصرت ورسره ملګری نه وه له شکست سره مخ شول . ځکه الله تعالی له مسلمانانو سره ملګری دی خوبل خوا طالبان په دې جنګونو کښې ورځ تربلې غښتلي کیږي پوځي زده کړې کوي اوپه ډیر مهارت په دښمن کاري ګوزارونه کوي په ټول هیواد کښې په یوه نوم په یوه وخت اوپه یوه قمنده اود یوې لایحې له مخې خپل عملیات ترسره کوي . داچې داسلامي امارت قیادت دهیواد داصلیو بچیانو علماوو حافظانو مفتیانو شیخو اومخلصو مجاهدینو په لاس کښې ده په یوه صف کښې داسلامي ارشاداتو مطابق خپله مبارزه په وړاندې بیایې داهغه څه دي چې په مخکینو مجاهدینو کښې نه لیدل کیدل نو دغه توپیرته په کتوسره له الله تعالی څخه امید لرو چې داځل به مو دشهیدانو وینې رنګ راوړي هیواد به مو ازادیږي ملت به داسلامي نظام په سورې کښې دعزت امن اوسوکالۍ ساه اخلي . انشاء الله وماذلک علی الله بعزیز .


