تبصره : ع.اسدخیل
زمونږ سیاسي مشران تل په خپلو ویناو کې دا خبره ډېره تکراروي چې افغانستان ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري، منو چې دا ادعا د افغانستان د لرغوني تاریخ د ډیری افتخاراتو نه یو افتخار دی، خو د افغانستان د۵۰۰۰ کلن کیدلو افتخار د هیوادوالو لپاره تر هغې د کوم درد دوا کیدی نشي تر څو چې د تیرو ۵۰۰۰ کلونو حکومتونو او مشرانو د دې افتخار په څنګ کې خپلو خلکو ته په خپلو پښو د ودریدلو نور افتخارات هم نه وې ترلاسه کړي او دا هیواد یې په هر اړخیز ډول له نورو نه وي مستغني کړی او لږ تر لږه د خپل هیواد نه د دفاع توان یې نه وي خپل کړی.
یوه جالبه کیسه ده وایي چې:
یوه ورځ یو (اوښ، پسه او غویی) چې درې واړه وږي شوي وو په شریکه یې پریکړه وکړه چې د خوراک د پیدا کولو پسې به په شریکه ووځو او چې له مونږ نه هر یوه څه خوارکي توکي مینده کړل درې واړه به یې په شریکه خورو.
همغه و چې یوه ګیډۍ واښه یې په شریکه ومیندل، خو واښه ډېر لږ وو او یواځې د یوه چاره پرې کیده، نو فیصله یې بدله کړه چې که د هر چا پلار او یا نیکه یو افتخار ولري نو دا واښه به همغه ته ورکوو.
پسه وویل چې زه د خپل نیکه دا افتخار لرم چې اسماعیل علیه السلام یې له مرګه بچ کړی دی کله چې ابراهیم علیه السلام، اسماعیل علیه السلام حلالولو نو زما نیکه د هغه پر ځای ځان قربان کړی نو زما نیکه دا ستر افتخار لري چې یو پیغبمر یې له مرګه بچ کړی او ځان یې ورنه قربان کړی دی. نو دا واښه باید زه وخورم.
غویي ور غږ کړ چې آشنا! که ستا نیکه یو نفر له مرګه بچ کړی دی نو زما نیکه ټوله دنیا له مرګه بچ کړې ده، او د ټولو خلکو د مرګ نه د بچ کولو افتخار لري، آیا تاسې نه دي اوریدلي چې ټوله دنیا د یوه غویي په ښکر ولاړه ده؟ که زما نیکه خپل ښکر ته لږ حرکت ورکړ نو ټوله دنیا به ورانه شي او ټول خلک به ووژل شي!!!.
اوښ ډېر خفه شو او چې هر څومره فکر یې وکړ نو د خپلو پلرونو او نیکونو په تاریخ کې یې داسې کوم افتخار ونه موند چې وړاندې یې کړي او واښه پرې ځان ته خپل کړي، نو د وښو د بایللو ویره ورسره پیدا شوه، نو فکر یې وکړ چې غاړه یې هسې هم له پسه او غویي نه ډیره اوږده ده نو سملاسي یې د وښو دغه پنډکي ته خوله وړاندې کړه، ګیډۍ پورته کړه او د یوې ونې په یوه اوچت ښاخ یې کیښوده، او هملته یې د وښو په خوړلو پیل وکړ، بیا یې پسه او غویی ته مخ واړاوه چې زما پلرونه او نیکونه خو کوم افتخار نلري خو زه پخپله دا افتخار لرم چې غاړه مې اوږده ده او دا واښه مې دلته د ونې په یوه اوچت ښاخ کې ځای پرځای کړل او خورم یې، اوس ورشئ پلار او نیکه ته مو آواز کړئ چې دا واښه تاسې ته له ونې نه راکوز کړي.
نود خپلو پلرونو او نیکونو پر افتخاراتو فخر کول هم کومه بدي نه لري خو په دې شرط چې پخپله هم د خپلو پلرونو او نیکونو په شان افتخارات په ځان کې پیدا کړې.
بدې داده چې د خپلو پلرونو او نیکونو په افتخاراتو فخر وکړو خو د یوې نوړۍ ډوډۍ درک مو نه وي، او په خپلمنځي اختلافاتو او عناد کې دومره سره غرق وو چې آن د خپلې خاورې له ساتنې نه بې وسه وو.
لرې به نه ځو د خپلو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان د کم عمره تاریخ او زیاتو افتخاراتو ترلاسه کولو په هکله به وغږیږو، پاکستان چې په۱۹۴۷میلادي کې په۱۴ د اګست وزیږیدو، نن یې عمرنږدې ۶۹ کاله دی خو لاسته راوړنې یې د افغانستان د لاسته راوړنو سره دومره فرق لري لکه ځمکه او آسمان، د تمانچې د مرمۍ نه ونیسه تر اتوم پورې ټولې وسلې نن پخپله جوړولی شي لکه ټوپک، ډول ډول ماشیندارې، ډول ډول د لرې واټن توغندي او توغندي ویشتونکي دستګاوې، زري پوش او زري دار ټانکونه، او داسې نور.
همدغه ډول په ایران کې چې د افغانستان د ثور د منحوس انقلاب نه یواځې یوڅو کال مخکې د خمیني انقلاب وزیږید او یو شیعه حکومت جوړ شو چې عمر یې شاوخوا ۴۰ کلونو ته رسیږي نن د پاکستان سره یو سیال دولت دي په دې معنی چی د پاکستان په ډول د مرمۍ نه ونیسه تر اتوم پورې ټول وسایل او وسلې په خپله جوړولای شي.
خو متاسفانه په مظلوم افغانستان باندې چې د ۵۰۰۰ کلونو راهیسی د ډول ډول مفکورو لرونکو ډلو ټپلو او کورنیو حکومتونه تیر شول د ۵۰۰۰ کلونو راهیسی تر اوسه پوری اتوم او نور وسایل او وسلې خو پریږده چې یوه مرمۍ قدرې هم نشي جوړولی.
هغه د بعضو مزاحیه خلکو خبره چې وایی: یو وخت د افغانستان کوم حکومت د یوې ستنې په جوړولو پیل وکړ خو کله یې چې جوړه کړه نو بیا یې سوری پکې نشوای ویستلای آخر یوه هوښیار مشاور ورته وویل چې دا بیخ یې پرې ورغونډاری کړئ نو سنجاق به ورنه جوړ شي، همغه و چې د سنجاق د جوړولو اختراع یې وکړه، که حقیقت نه لري خو د مشرانو د غفلت نه پرده پورته کولای شي.
نو د ۵۰۰۰ کلونو راهیسې د افغانستان دومره وروسته پاتې والی آخر د چا د لاسه؟ معلومه خبره ده چې د ضعیفه او کمزورو او بې اعتناء او عیاشو حکومتونو له لاسه. فکر وکړئ د افغانستان ۵۰۰۰ کاله وګورئ او د پاکستان ۶۹ کاله او د ایران شاوخوا ۴۰ کاله وګوري او بیا پخپله یې پرتله کړئ او قضاوت وکړئ.
زمونږ مشرانو افغانستان ته هیڅ ډول کار نه دی کړی چې افتخار پرې وکړي، نو ځکه کله چې وغواړي د افغانستان افتخارات بیان کړي نو یواځې همدا طبیعی افتخار یې بیانوي چې هغه ۵۰۰۰ کلن تاریخ دی چی هغه هم خدای تعالی وربخښلی دی.
د دې وجه داده چې افغانستان یو واحد هیواد دی خو مشران یې بې شمېره دي، خدای تعالی فرمایی: چې (لو کان فیهما آلهة الا الله لفسدتا) یعنی که چیرته په ځمکه او آسمان کې له الله پرته ډیرو خدایانو وجود درلودای نو ځمکه او اسمان به نن روغ او سالم نه وو پاتې بلکه ګډوډ به شوی وو او له مینځه به تللی وو.
همدا رانګه په یوه هیواد کې چې د یوه مشر پر ځای متعدد مشران واکمن وي هغه حکومت او هیواد به تل دړې وړې وي او هیڅکه به روغ پاتې نشي او نه به پرمختګ وکړي.
د افغانستان د لرغوني تاریخ د متعددو پادشاهانو او د هغوی اختلافات او یو د بل نه په ژوندونې سترګې ویستل او نور فجایع هم تاریخ په خپله سینه کې ځای کړي دي.
رابه شو د حاضر وخت افغانستان او بې شمیره مشرانو کرغیړن حالت ته او د مختلفو ضد او نقیضو موقفونو ته، په دې به مو یقین راشي چې افغانستان د جنګ نه د نه آرامیدلو یواځینۍ وجه همدا ده چې افغانستان یو دی او مشران یی بې شمیره ده، هغه د خلکو خبره په افغانستان کې هر مشر من دی او نیم منی پکې نشته نو ځکه یې افغانستان خورد ګرځولی دی.


















