راټولوونکی : خوږیاڼی
له کابله خپریدونکو ورځپاڼو خپلې ننۍ سرلیکنې بېلابېلو موضوعاتو ته ځانګړي کړي دي.
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې خپله سرلیکنه د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو او د افغان دولت چوپتیا ته ځانګړې کړې ده. سرنوشت لیکي«د پاکستان پر وړاندې له مرګونې چوپتیا وروسته»
سرنوشت د پاکستان دراکیټي بریدونو په اړه د افغان حکومت رسمي غبرګون ته اشاره کړې ده.
ورځپاڼه وايي، حکومت دغه کار له اوږدې چوپتیا وروسته کوي او زیاتوي، چې د پاکستان په مقابل کې د اوسني حکومت دریځ له پیله د ولس له غبرګون سره مخ و. حکومت د ولس له فشارونو سره ـ سره له ډېورنډ کرښې دېخوا د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړولو، راکیټي بریدونو او په نورو ورانکاریو چوپه خوله و، خو حکومت اوس وايي، که هڅو یې پایله ورنه کړه، نو پر پوځي غبرګون هم فکر کیدای شي.
د سرنوشت په باور« اوس چې حکومت له پاکستان سره خپله تګلاره بدلوي، نو پر ډیورنډ کرښه د سرغړونو بحث هم په دې بدلون کې راغلی دی. دا ښايي یو مثبت ګام وبلل شي، خو افغانان بیا هم اندېښمن دي.
دا روښانه نه ده چې افغان دولت به هغه څه عملي کوي او که نه چې اوس یې وايي؟
دغه راز دا هم روښانه نه ده چې افغان دولت به په دې تګلاره ثابت پاتې شي او که نه؟
ددې تر څنګ په دې چاره کې مهم رول د امریکا دی چې لا څرګنده نه ده چې له افغان دولت سره به په دې نوې تګلاره کې مرسته وکړي او که نه؟ ان دا وېره شته چې ښايي امریکا د افغان دولت ددې دریځ مخه ونیسي او پرې نږدي چې عملي یې کړي.
خو افغان دولت ته په کار ده چې هر څه په روښانه ټکو مطرح کړي او نور د ګونګو موخو لپاره مرګونی سکوت ونه کړي. که افغان دولت رېښتینی وي او روښانه دریځ ولري، نو د ولس پر ملاتړ دې حساب وکړي.
که حکومت رښتینی وي، ولس به یې هم ملاتړ وکړي او بیا به له پاکستان سره د نوې تګلارې عملي کول ستونزمن نه وي.»
«اطلاعات روز» ورځپاڼې بیا د سیګار نوي خپاره شوي راپور باندې خپله سرلیکنه لیکلې ده.
اطلاعات روز ورځپاڼه وايي« د امریکا د سرپلټونکې ادارې (سیګار) په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې ورځ تر بلې د افغانستان امنیتي حالت خرابیږي.» سیګار په خپاره شوي راپور کې د امنیتي ځواکونو د کره شمېر نه موجودیت، له امنیتي ځواکونو سره د امریکا د مرستو د لګولو نه روڼتیا، په امنیتي ځواکونو د څار محدودیت او د امنیتي ځواکونو د وړتیاوو د معلومولو له پاره اجازه نه ورکول د افغان ځواکونو ننګونې بولي.
اطلاعات روز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، چې سږکال به امنیتي ځواکونه پیاوړي شي او په خبره یې د افغانستان امنیت به تر یوه حده خوندي کړي.
«جامعه باز» ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه د سیګار نوي راپور ته ځانګړې کړې ده او لیکلي یې دي«واقعي جنګ او که خیالي اردو»؟
ورځپاڼه لیکي، چې سیګار په خپاره شوي راپور کې په اردو کې تشو او موجودو ستونزو ته اشاره کړې، چې دغه کار په اوسني حالت کې د اندېښنې وړ دی.
د ورځپانې اداره وايي، چې له کلونو راهیسې افغان امنیتي ځواکونه له ترهګرۍ سره په یوازې ځان جګړه کوي؛ خو هڅې یې بې پایلې دي.
ویسا ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه د کندوز پر روغتون شوي بمبارۍ او د امریکا له لوري د پلټنو پایلو ته ځانګړې کړې ده.
ویسا لیکلي«امريكايي وحشت؛ امريكايي قضاوت!!» ویسا زیاتوي«امريكا چې په كندز كې د بې سرحده ډاكټرانو پر روغتون د بريد او د لسګونو تنو د وژلو په اړه خپل راپور خپور كړ، د اټكل سره سم دوى دغه برالا جنګي جنايت يوه تخنيكي ستونزه وبلله. خو په دغه راپور كې له ټول پام سره دامريكايي ذهنيت فرعوني خصلت له ورايه ښكاري.
په راپور كې يو ځاى وايي چې د دوى پوځيان ستومانه شوي وو!!»
ویسا ورځپاڼې د امریکايي عسکرو له لوري نورو پېښو ته اشاره کړې او وزیاتوي، چې له دې وړاندې هم امریکايي عسکرو افغانان شهیدان کړي؛ خو تراوسه یو هم نه دی محکمه شوی.
«څو كاله پخوا د كندهار په پنجوايي كې يوه ډله عسكر د شپې يوه كلي ته ننوتل او ۱۶ تنه يې شهيدان كړل؛ خو وروسته د پوځيانو ډله په يوه پوځي بدله شوه او بيا د نوموړي قاتل په باب دغه خبره خپره شوه چې اعصاب يې نورمال نه وو، په همدې دليل قاتل له اعدام نه خوندي شو.
اوس د يوه ښكاره بشري جنايت عاملين په دې دليل وترټل شول چې ستومانه وو د هدف په تشخيص كې يې تيروتنه كړې.
تېروتنه څه ده؟
ترشلو تنو زيات په وينو كې ولمبېدل او په لسګونو نور ټپيان شول.
په لسو كې كومه يوه كه داسې پېښه لكه د شنډنډ د عزيزآباد، د پنجوايي، د ژېړۍ عامې وژنې، د نورستان، كونړ او ننګرهار او يا د كندز د بې پولې ډاكټرانو پر روغتون بريد چې پېښه له پټېدو وتلې دوى تر ممكن حده له هغو انكار كوي، خوچې په انكار هم چاره ونه شي بيا پلټنې كوي او د پلټنو پايله د كندز د پېښې په څېر اعلان شي چې جنايت په عادي تېروتنه تعبير شي.»
ویسا لیکي امریکا ته افغانان د قربانۍ پسونه ښکاري او افغانستان یې د ښکار ځای دی«دا د يوې پېښې په باب د ناعادلانه قضاوت خبره نه ده، د امريكايي ذهنيت ښكارندويه خبره ده، امريكا ته د افغانستان په څېر هيوادونه د ښكار ځاى حيثيت لري، دوى دلته د سيمې په كچه د خپلو موخو په ترلاسه كولو پسې راوتلي دي. دوى ته افغانان خپلو اهدافو ته د رسېدو په لار كې د قربانۍ د پسونو حيثيت لري، چې څومره ووژل شول پروا يې نه لري.
د جوبايډن منطق چې پخواني ولسمشر حامد كرزي ته يې ويلي وو په ياد ولرئ: د امريكا سپي چې څوك وداړي هغه به خامخا ترهګر وي!»


















