دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

یو امت، یو غږ، یوه هيله!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 3, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
10
ځلې شریک شوی
127
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال: اتل مشواڼی

عراق کنډواله شو، سوریه دړې وړې پرته ده، چیچنیا کې مسلمانان دل کیږي لګیا دي، افغانستان د مرګونو پر دیري بدل شوی همداسې نور ښکېل اسلامي هیوادونه در واخله.بل اړخ ته امریکا هماغه امریکا ده، روس، انګلستان، فرانسه او نور متحدین یې پر مزو چړچو بوخت دي، غم پر موږ دی، وژل کېږو موږ، او ګټې یې دوی وړي. جنګ نړیوال کفري ایتلاف شروع کړی، خو شهيدان معصوم سیمه ییز مسلمانان ورکوي. زۀ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مبارک قول پر اساس چې فرمايي: “مَنْ اَصْبَحَ و لم یَهْتَمُّ بِاُمورِ الْمُسْلِمینَ فَلَیْسَ مِنْهُمْ .. . . څوک چې داسې سبا کړي، چې د مسلمانانو غم ورسره نه وي لۀ موږ څخه نه دی… . له هر مسلمان سره د خواخوږۍ عقیده لرم، د نورو مسلمانانو غږ اوچتول لکه د خپل هیواد د مظلوم غږ داسې ګڼم، باید هر مسلمان ور سره خواخوږی وي او تر خپلې وسې مرسته ورسره وکړي.له غلام حکامو د مسلمانانو د مرستې هیله صفر ده، سعودي لګیا دی، مسلمانان، غرب و شعیه ته کمزورې کوي، روس حلب لوټه لوټه کړ، د دوی پرې تندی تریو نه شو. د مسلمانانو پر نامه اکټي کنفرانسونه به څۀ ګټه ولري، چې د مسلمان ننګه پکې نه کیږي، د دې پر ځای چې د جګړې اصلي لوری تر فشار لاندې راولي، پر خپلو مسلمانانو بېلابېل نومونه ږدي او لکه ځانونه، خېټور یې خلکو ته ور پېژني. یوازې یوه لار ده، چې له هغې زاویې کولای شوو د مسلمانانو تر منځ همکاري او مرستې ته لار پرانېزوو، د کفري اتحاد په څېر بشپړ اسلامي اتحاد جوړول، تر څو لۀ دې لارې اړمنو جهتونو سره د دفاع او رفع مرسته وشي، ورو -ورو واحد اسلامي مشر “خلیفه ” ته زمینه مساعده شي، البته دې کار کې بېړه نه ده پکار، سم له واره پولې ړنګول، ټول اړخونه ننګول مناسب نه دي، کۀ موجود اسلامي هیوادونه د وخت په تېرېدو سره ایالتونه شي، مشر ورته د سیمې خلک خپله وټاکي، دا مشر بیا له خلیفه سره بیعت وکړي په دې ډول به د مسلمانانو تر منځ بشپړې همکارۍ ته زمینه جوړه شوې وي. دا وخت ته اړتیا لري، اوس مهال یوازې اوږدې قربانۍ ته اړتیا ده، کاشکې موجود اسلام بولي حکومتونه د پردیو پر ځای له خپلو سره ودرېدلي وای، کاشکې یې د غرب پروژې پر بې وسه امت نه پلې کولای، کاشکې غلامان نه وای، کاشکې د عراق، سوریې …. پر ځای د ډيموکراسۍ “!” جنګ پر کوم غربي او کفري هیواد کې وای! عراق سوریه پر بل نامه نه بمباردیږي، یوازې د دې لپاره دنګې منارې نسکوریږي، چې ډیموکراسۍ ته زمینه جوړه شي، بیا دوی ورته کومه نانځکه معرفي کړي او د دوی ومني.کۀ د خلکو هوسایۍ یې موخه وه، ولې موجود نظامونه ړنګېدل، د نړۍ هيڅ قانون امریکا ته پر عراق د حملې جواز نه ورکړی او نۀ به یې ورکړي، هر عاقل ته جوته ده، چې امریکا پر عراق ظالمانه یرغل کړی، موجود نظام ګوډاګی دی، خو پر وړاندې یې د مقاومت جهادي ځواکونه ولې بیا ترهګر وبلل شي؟ پر اسلامي هیوادونو حاکم چارواکي له دو خواوو له اسلامي ايډیال او بشپړ اسلامي نظام سره مخالفت کوي، ډېر یې مستقیماً غلامان او تالي څټي دي او کوم چې لږ و ډېر خپلواک دي، هغوی په داسې نظامونو کې خپل زیان او د ديکتاتورۍ زوال ویني، ګنې نن به د لږ وجدان والا له مسلمانانو ننګه کړې وه او تر خوا به یې درېدلي وو. جنګ کې کله یوه خوا زور وي کله بله خوا، نن چې مسلمان کمزوری دی، سبا لري.خدای جلت عظمته به یې پیاوړي کړي، خو تاریخ به هيڅ کله هم د غرب غلام کرایي وژونکي هېر نه کړي، دلته به ذلیله وي او هغې دنیا کې به د رب حل جلاله پر وړاندې حساب ورکوونکي وي. خدایه لویه! له غیبه مو مرسته وکړې، سره یو مو کړې، یو امت، یو غږ، یوه هیله، یوه لار را وبښې! زموږ له نسلو زموږ پر ګټې د کار اخیستنې پېرزو را وکړې، هاغه ورځې پر ژوند را ووینې، چې اسلامي امت نړۍ ته حق دعوتوي، مسلمان ته تېر برم ور په برخه کړې، زموږ کمزورۍ را درک کړې او د حل لارې را روښانه کړې! اللهم امین

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

مخکینې مطلب

امریکايي ګلمرجانېزم تر اوسه دوام لري!

بل مطلب

د پروان بګرام ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com