
دعشق د آغاز انجام به دغسې وی
شعر / مفتون
ستړی مزدور دی د غرمې سیوری ته خوب وړی دی
که څوک مین دی د وعدې سیوری ته خوب وړی دی
ستړی مزدور دی د غرمې سیوری ته خوب وړی دی
که څوک مین دی د وعدې سیوری ته خوب وړی دی
دعشق د آغاز انجام به دغسې وی
لکه پتنګ چی د لمبې سیوری ته خوب وړی دی
لکه پتنګ چی د لمبې سیوری ته خوب وړی دی
باید زمونږ د بیدارۍ سبب همدا ماشوم وی
چې دشهید پلار جنازې سیوری ته خوب وړی دی
هاغه د ګل نه نازک دنګ ځلمی که یاد شی درته
د دې وړې ماتې جنډې سیوری ته خوب وړی دی
هفته (18غویي1395ه ش)



